لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان د کراچۍ د پرمختایي چارو لپاره 1100 اربه روپۍ اعلان کړې


واشنګټن ــــ په کراچۍ کې د وروستیو سېلابي بارانونو په نتیجه کې د لسګونو کسانو تر مړینې او د کورونو تر تباهۍ وروسته د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هېواد د دې ستر صنعتي ښار د بېلابېلو پرمختیایي چارو لپاره د یوولس سوه اربه روپیو "تاریخي پېکیج" اعلان کړی دی.

د سیند د نورو سیمو په ګډون په کراچۍ ښار کې تېره اوونۍ د ګڼو توفاني بارانونو له کبله سلګونه کورونه نړېدلي او زرګونه خلک بې کوره شوي وو، چې د سیند د چارواکو په وینا تر اتیا زیات کسان پکې مړه شوي وو.

عمران خان کراچۍ ته د سفر په مهال د شنبې- خالي په ورځ د سیند له وزیراعلی مراد علي شاه او ګورنر عمران اسماعیل سره تر مذاکراتو وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل، چې د کراچۍ د ستونځو د حل لپاره به د سیند له حکومت سره په ګډه کار کوي.

"سېلابي بارانونو نه یواځې په کراچۍ بلکې په اندروني سیند، بلوچستان، سوات او زما حلقه میانوالي کې تباهي کړې ده او خلک په مشکل کې دي، خدای موږ د سېلابونو له کبله په یو بل امتحان کې اچولي یو، نو موږ به لومړی په کراچۍ کې له سېلابونو د اوښتي زیان او نورې مسئلې حل کوو".

وزیراعظم وویل چې د دې پېکیج په وسیله به د کراچۍ تر ټولو لویه د څښلو د اوبو ستونځه حل کوي او وایي مرکزي حکومت یې هڅه کوي له صوبایي حکومت سره په ګډه د اوبو ستونځه په درو کلونو کې د همېشه لپاره حل کړي.

عمران خان د کراچۍ د بدلون دا پرمختیایي پلان په داسې وخت کې اعلان کړی چې په سیند کې د واکمن پیپلز ګوند او مرکزي حکومت تر منځ ډېره بې باوري لیدل کېږي. د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د عمران خان د اعلان هرکلی کړی دی. بلاول د شنبې- خالي په ورځ په کراچۍ کې یوې غونډې ته ویلي:

"د وفاقي حکومت له خوا 300 اربه روپۍ او د سیند حکومت له خوا 800 اربه روپۍ د کراچۍ د پرمختیا لپاره ټاکل ښه پیل دی، د کراچۍ په ګډون د صوبې په نورو ضلعو کې د مرستې او بیارغونې لپاره اړتیاوې ډېرې دي، سیند د مرکز پر لور ګوري".

صوبایي وزیر سید غني خوشبینه دی چې د کراچۍ د پرمختیا په اړه به وزیراعظم عمران خان او وزیراعلی مراد علي شاه په ګډه مثبت رول ولوبوي:

"تر ټولو ښه خبره دا ده چې د کراچۍ لپاره د اعلان شوي پېکیج د عملي کولو په برخه کې صوبایي حکومت ته مخکښ رول ورکړل شوی دی، په یوولس سوه اربه روپیو کې به اته سوه اربه سیند حکومت او درې سوه مرکز لګوي".

خو د سیاسي چارو څېړونکی مظهر عباس وایي مرکز او صوبایي حکومت د کراچۍ ښار شخړو د تلپاته حل پر ځای یو ځل بیا لنډمهاله ګامونه اعلان کړي دي:

"تر څو چې مقامي حکومته مظبوط نه شي او ټولې ادارې تر یوې چترۍ لاندې یو ځای نه شي نو درې کاله وروسته چې د صوبایي او مرکزي حکومتونو موده پای ته ورسېږي نو د کراچۍ دغه پرمختایي او له شخړو سره تړلې منصوبې به څوک چلوي".

د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کراچۍ کې د اوبو د بېلابېلو پلانونو لپاره 192 اربه روپۍ،‌ د ګنده اوبو د ایستلو لپاره 141، د اوبو د نکاسۍ لپاره 267 او د تېز رفتاره رېل ګاډو او د سړکونو لپاره 502 اربه روپۍ ټاکل شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG