لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په دوه پېښو کې دوه پاکستاني سرتيري ژوبل او دوه طالب وسله وال وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو پېښو کې د پاکستان د پوځ دوه سرتیري ژوبل شوي او په بله پېښه کې امنيتي چارواکو دعوه کړې د پاکستاني طالبانو د اريانه ډلې دوه مهم مشران يې وژلي دي.

امنیتی چارواکی د نوم ښکاره کولو په شرط وي او ای ډيوه ته ويلي، د میر علی په شهبازخیل علاقه کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات کړي چې پکې د پاکستاني طالبانو مهم کمانډران وسیم زکریا او د هغه ساتونکی وژل شوي دي.

د هغه په خبره وسیم زکریا د سي ایس پي افسر زبXدالله او یو شمېر نورو کسانو په وژنو او په امینتی ځواکونو بریدونو کولو تورن ؤ.

د میر علی تهاڼې پولیس هم د عملیاتو پخلې کوی او وايي د دې عملیاتو لپاره تیره ورځ په میر علی کې ګرځبندیز هم په ځای کړی شوی ؤ، او په دغه اړه يې نور مالومات نه دي شريک کړي.

بل لور ته چارواکی وايي تیره ورځ د میر علی په حیسوخیل سیمه کې د پوځ په ګشتي پارټۍ ډزې شوې چې پکې دوه عسکر ټپي شوي وو.

ويل شوي په ډزو کې ژوبل سرتیري روغتون ته منتقل کړی شوي او په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

د یوت اف وزیرستان په نامه غېر دولتی سازمان مشر مصور داوړ وايي د عملياتو وروسته په علاقه کې په عامو خلکو تشدد شوی او څو کسان ګرفتار کړی شوي هم دي، پوځ په دغه اړه څه نه دي ویلي او پوليس وايي څوک يې نه دي ګرفتار کړي.

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د ضرب عضب په نوم په پراخه کچه عملیات کړي وو، چې له کبله یې شاوخوا لس لکه کسان له خپلو سیمو بې کوره شوي وو.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې د وزیرستان زیاتره سیمې له ترهګرو پاکې کړې دي خو اوس هم هلته وخت په وخت په پوځ، نورو ځواکونو د بریدونه او په علاقه کې د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي‌.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG