لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند کې په یوه ورځ د کورونا ۹۰۰۰۰ پېښې رپوټ شوي


واشنګټن - هندوستان د کورونا د زیاتو پېښو له امله له برازیل څخه مخکې شوی او په دې توګه اوس په نړۍ کې له امریکا وروسته دوهم ځای لري.

د هندوستان د روغتیا وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا د ۹۰۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړی چې له دې سره په دغه هېواد کې د وبا د پیل راهیسې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴.۲ میلیونو څخه واوخت.

هندوستان همدارنګه یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ۱۰۱۶ مړینو راپور هم ورکړی او په دغه هېواد کې له کورونا څخه د مړو شویو ټولټال شمېر له ۷۱۶۴۲ څخه اوختی دی.

برازیل د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ۱۴۵۲۱ نویو پېښو راپور ورکړی. دغه هېواد که څه هم د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه دریم هېواد دی خو له کورونا څخه د زیاتو مړینو له پلوه امریکا پسې دوهم هېواد دی.‌

په برازیل کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

امریکا د کورونا د زیاتو پېښو او مړینو له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای لري.‌

په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۶.۴ میلینه او د مړو شمېر له ۱۹۳۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

په استرالیا کې چارواکي وايي، چې په وېکټوریا کې د ګل یا دوشنبې په وځ د کورونا ۴۱ نوې پېښې موندل شوي چې دا په یوه ورځ کې د زیاتو پېښو په پلوه تر ټولو لږ شمېر دی.‌

ویکټوریا په استرالیا کې هغه ښار دی چې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې پکې دي. چارواکو پکې د اګسټ له لومړیو څخه لاک ډاون لګولی وو او د اتور په ورځ له کورونا څخه د مبارزې په ډګر کې د پرمختګونو له اعلان څخه وروسته به اوس ځینې محدودیتونه نرم شي.‌

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن هم د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، استرالیا د سي اس ال په نامه درمل جوړونکې کمپنۍ سره یو تړون لري چې د کورونا دوه واکسینونه جوړ کړي چې هیله ده د په ازمېښت کې به خوندي ثابت شي.

د یادې کمپنۍ لخوا یو جوړ شوی واکسین به ددې کال په وروستیو کې وروستي پړاو ته داخل شي.‌

بل واکسین د برتانوۍ درمل جوړونکې کمپنۍ اسټرا زېنېکا او اکسفورډ پوهنتون لخوا په ګډه جوړ شوی او دا مهال د ازمېښت په وروستي پړاو کې دی.‌

مورېسن د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې سي اس ال به دغه واکسین هم جوړ کړي چې په استرالیا کې یې خلکو ته ورسوي او دوی تمه لري چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ او فېبرورۍ میاشتو کې به ۳.۸ میلیونه ډوزه تیار وي.

بل پلو د اسرایل په ۴۰ ښارونو کې نیمه لاک ډاون لګېدلی. په دغو ښارونو کې به ښونځي تړل شوي وي او تر لسو زیات کسان به په یو ځای کې سره نه راټولېږي.

د اسرېل لومړي‌ وزیر په یو بیان کې ویلي، "زه پوهېږم چې دا محدودیتونه به اسانه نه وي خو په اوسنیو شرایطو کې یې لېرې کول نشته."

په ګرده نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۲۷.۳ میلینه او د مړو شمېر له ۸۹۳۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG