لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس محکمه د مجيد اڅکزي د بري کېدو د فېصلې پرضد هايکورټ ته ځي، لياقت شاهواني


د بلوچستان حکومت وياند وايي پوليس محکمې پرېکړه کړې چې د مجيد اڅکزي د بري کېدو د فېصلې پرضد په هايکورټ کې اپيل وکړي.

د کوټې د پولیسو په وېنا مجيد خان اڅکزي د کال 2017م د جون په مياشت کې د کوټې ښار په زرغون سړک د ټرېفک پولیس سارجنټ عطاءالله په موټر وهلی او هغه وروسته په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

خو د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي مجيد خان اڅکزي ويلي ؤ د موټر بريکونو يې کار نه ؤ کړی او دا چې دا يوه حادثاتي پېښه وه.

د مجيد اڅکزي پرضد د پولیس سارجنټ د وژنې مقدمه جوړه شوې او هغه پکې جېل ته لېږل شوی چې څو مياشتې وروسته بيا په ضمانت وتلی ؤ.

د تېرې جمعې په ورځ د کوټې ماډل عدالت په دغه مقدمه کې اڅکزی بري کړی چې د هغه پرضد کم يا کره ثبوتونه عدالت ته نه دي وړاندې کړی شوي.

د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د (هم نيوز) ټيلي ويژن سره په خبرو کې ویلي، د مجيد اڅکزي په اړه پرېکړه که هر څنګه ده عدالتي فېصله ده، حکومت په دې قضيه کې په خپل سر ټول کار ترسره کړی مقدمه يې درج کړې خو استغاثې (سرکاري وکيل) په دې مقدمه کې ثبوتونه وړاندې نه کړی شو اوعدالت تورن تن باعزته بري کړی دی.

هغه وويل اوس په دوېم پړاؤ کې پوليس پرېکړه کړې چې د عدالتي فېصلې پرضد هايکورټ ته لاړ شي.

د شاهواني نه پوښتنه شوې چې په دې قضيه کې سياسي اثر کارول شوی دی؟ هغه وويل کومه مقدمه چې عدالت ته لاړه شي بیا انصاف د عدالت کار دی او په دې قضيه کې هيڅ سياسي اثر نه دی کارول شوی>

هغه زياته کړه په قضیه کې د تورن مجيد خان اڅکزي تعلق د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره دی او دا ګوند په اسمبلۍ کې يو غړی لري او هغه هم په مخالفت کې دی.

په ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپريږي چې پکې څلور تنه ماشومان ليدل کيږي او يوه جينۍ چې خبرې کوي وايي مجيد اڅکزي يې پلار وژلی او هغه د وزيراعظم او نورو لوړ پوړو چارواکو نه انصاف غواړي.

د راپورونو ترمخه د پوليس سارجنټ کورنۍ په عدالتي فېصله د خفګان څرګندونه کړې ده.

مجيد خان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د اکا (تره) زوی دی او په بلوچستان اسمبلۍ کې د حکومتي ادارو د څارني د کمېټۍ مشر پاتې شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG