لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان تر بین الافغاني خبرو مخکې د افغانستان لپاره نوی سفیر نومولی


واشنګټن ـــ پاکستان په داسې وخت کې چې تمه ده په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې په څو ورځو کې پیل شي د افغانستان لپاره منصور احمد خان د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي منصور احمد خان په کابل کې د سفر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له خارجه وزیر شاه محمد قرېشي سره لیدلي او د افغانستان پاکستان پر اړیکو او د افغان سولې پر بهیر سره ږغېدلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، شاه محمود قرېشي خپل نوي سفیر ته تر مبارکۍ وروسته ویلي چې هغه د خپل "ښه سفارتي ریکارډ" له کبله په داسې وخت کې پر دې دنده ګومارل شوی چې پاکستان له ډېرو کورنیو او بهرنیو چېلنجونو سره مخ دی:

"په افغانستان کې د امن راتګ په ټوله سیمه کې د امن او ارامۍ لپاره ضروري دی، د سفیر په توګه ستا غوندې د پراخې تجربې لرونکي سفارتکار ګومارنه به د پاکستان افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په ټینګښت کې نوره مرسته هم وکړي".

منصور احمد خان تر دې وړاندې د اسټریا په پایتخت ویانا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د پاکستان دایمي استازی وو.

د افغانستان لپاره نوي نومول شوي پاکستاني سفیر منصور احمد خان پر خپله ټویټر پاڼه له شاه محمود قرېشي سره د لیدنې په اړه ټویټ کړی او لیکلي یې دي "خارجه وزارت له افغانستان سره د پاکستان د ورورۍ د اړیکو پر ارزښت ټینګار وکړ".

منصور احمد خان د پاکستان له صدر عارف علوي سره هم د ګل- دوشنبې په ورځ لیدلي او وایي چې دواړو د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پر لا ټینګښت خبرې وکړې.

منصور احمد خان په 1962م کال کې په لاهور کې زېږېدلی او ماسټري یې د لندن له ویسټ مینسټر پوهنتونه کړې ده.

نوموړي تر دې وړاندې هم په کابل، هرارې (زمبابوې) او نوي ډیلي کې د پاکستان په سفارتونو کې د ډیپلومېټ په توګه دنده تر سره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په تېره جون میاشت کې د پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی محمد صادق خان د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی وو. صادق خان هم په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر پاته شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG