لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: په ډزو کې يو نرښځی وژل شوی بل ژوبل


پېښور کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې يو نر ښځی وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.

په پېښور کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسیم وايي دا پېښه بېګا د پېښور په پلوسه علاقه کې شوې ده.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوه نرښځيان تېره شپه یو پروګرام ته ورغلي وو چې د شپې بيرته راتله په لاره کې پرې نامالومو کسانو ډزې کړي چې پکې يو وژل شوي او بل ژوبل شوی دی.

هغه وويل د پېښې مقدمه درج کړی شوې او د وژل شوي نرښځي جسد يې کورنۍ اخستی او نن يې خاورو ته سپارلی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحاديې مشر یا مشرې فرزانې په دې وروستيو کې وي او ای ډیو ته ویلي په نزدې وختونو کې د نرښځیانو د وژنو او ځورونو تر ټولو زیاتې پېښې په خېبر پښتونخوا صوبه کې رامنځته شوي دي.

فرزانې ويلي چې که چرته عدالت د هیجراګانو په وژلو او ځورولو کې ککړو یو څو تنانو ته سختې سزاګانې ورکړي نو بيا به څوک د ویرې نرښځي نه شي وژلی یا ځورولی.

د خېبر پښتونخوا د نرښځیانو داتحاديې د شمېرو ترمخه د کال 2015م نه د تیر کال داګست میاشتې پورې 69 نرښځيان یوازې په خېبر پښتونخوا صوبه کې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG