لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې یو تن پر 86 کلنې ښځې د جنسي تېري په تور نیول شوی


واشنګټن ـــ په هند کې پولیسو یو 37 کلن ځوان په دې تور نیولی دی چې وایي تر ځان پر نیمه پېړۍ مشره 86 کلنه ښځه یې جنسي تېری او تشدد کړی دی او دا په هند کې پر ښځو د جنسي تېري تر ټولو ناوړه پېښه ګڼل کېږي.

د پولیسو یو مشر سنتوش کمار مینا وایي، په جنسي تېري تورن تن سانو نومېږي، چې وایي پولیسو نیولی او د هغه خلاف یې مقدمه درج کړې ده. پولیس وایي د ښځې طبي معاینات یې کړي، اوس یې حالت ښه دی او له روغتونه یې ایستلې ده.

په نوي ډیلي کې د ښځو د کمېشن مشرې سواتي مالیوال بي بي سي ته ویلي، دا پېښه د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ هغه وخت شوې، چې وایي دغې بوډۍ ښځې ماځیګر مهال له خپل کور دباندې شودې پلورونکي تن ته انتظار کاوه.

مېرمن سواتي مالیوال وایي، تورن تن راغلی دغې بوډۍ ښځې ته یې ویلي چې پۍ پلورونکی نن نه راځي او دی به یې هلته ورولي چې شودې پکې خرڅېږي. وایي ښځې پر دې تن باور وکړ او ورسره روانه شوه، خو هغه نیژدې یوه پټي ته بېولې او جنسي تېری یې ورباندې کړی:

"هغې ورته ژړلي او زارۍ یې ورته کړې چې پرې یې ږدي، هغې ورته ویلي چې د انا (نیا) پر ځای یې ده، خو ده د هغې فریاد ته غوږ نه دی نیولی او کله چې هغې د ځان د ژغورنې لپاره زور کړی نو په ډېر وحشت یې ورباندې برید کړی دی".

رپوټونه وایي کله چې ور څېرمه خلکو د بوډۍ ښځې ژړا فریاد اورېدلي نو ورغلي هغه یې ژغورلې او برید کوونکی تن یې نیولی پولیسو ته یې سپارلی دی.

د ښځو د کمېسن مشره سواتي مالیوال وایي، د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د دې بوډۍ ښځې کور ته ورغلې او له هغې سره ملاقات یې ډېر زړه بوږنوونکی بللی:

"لاسونه یې ټول ګونجې دي. تر کوم حالت چې دا تېره شوې په اورېدلو یې سړی ټکان وخوري. پر مخ او ټول بدن یې زخمونه دي او هغې ماته وویل چې تر پټ اندام یې وینه بهېدلې وه. هغې ته ډېره صدمه رسېدلې ده".

سواتي مالیوال پر بوډۍ ښځې دغه تېری کوونکی "ناانسان" بللی او غوښتنه یې کړې چې هغه ته دې د مرګ سزا ورکړل شي. هغه وایي " زه د ډیلي هایکورټ چیف جسټس او لیفټیننټ ګورنر ته لیکم دغه مقدمه دې زر وچلوي او په شپږو میاشتو کې دې دا تن را وځړول شي".

په هند کې د 2012م کال له دسمبر میاشتې وروسته پر ښځو جنسي تېری او تشدد هغه وخت زیات شو، چې د فزیوتراپي پر یوه 23 کلنه زده کوونکې په روان بس کې ډله ییز جنسي تېری وشو او د زخمونو له کبله یې ساه ورکړه. پر هغې د جنسي تېري په تور څلور تنو ته د مرګ سزا ورکړل شوه.

خو پر دې برسېره هم په هند کې د جنسي تېري پېښې مخ په ډېرېدو دي. د هند د جرمونو د ریکارډ مرکزي اداره وايي، په 2018م کال کې پولیسو په هند کې د جنسي تېري 33,977 پېښې ثبت کړې دي خو د جنسي تېري په ضد کارکوونکي وایي اصل شمېر تر دې ډېر زیات دی ځکه چې وایي‌ ټولې پېښې نه رپوټ کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG