لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: په بهر هېوادونو کې بې روزګاري به پاکستان ته د خلکو د پیسو لېږل نور کم کړي


واشنګټن ــــ د نړيوالې اقتصادي درجه بندۍ اداره په خپل يو رپورټ کې وايي د کرونا وبا له امله د بې روزګارۍ، په امدن کې د کمي او په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د نرخونو د کمي له کبله د پاکستان په ګډون اېشيايي هېوادونو ته د بهر نه په راتلونکې زرمبادله کې کمی راتلی شي، چې وایي له کبله به یې د دغو هېوادونو تجارتي خساره لا زياته شي.

له دې وړاندې د پاکستان مرکزي نېشنل بېنک آف پاکستان ويلي وو په جون او جولای کې په رېکارډ کچه پاکستان ته زرمبادله راغلې ده.

35 کلن نهاد علي په سعودي عرب کې د چتونو جوړولو کار کاوه. هغه وايي هلته کار کوونکی هر تن په مياشت کې لږ تر لږه 80 زره روپۍ بچت کور ته رالېږي خو اوس راغلي زياتره ځوانان نه يواځې د خپل روزګار نه محرومه شوي بلکې کورنۍ يې هم د مالي ستونزو سره مخ دي:

"کوم کسان چې راغلي وو د دوو درو میاشتو رخصتي یې راوړې وه خو اوس د کرونا له کبله اته میاشتې د خلکو په کور وشوې اوس قرضداره دي".

فچ رېټنګ په خپل رپورټ کې وايي په 2021م کې د غېرملکي زرمبادلې د کمي په وجه د پاکستان تجارتي خساره د قامي امدن د يو اعشاريه يو فيصد نه يو اعشاريه اووه فيصده ته رسېدی شي.

مرکزي بېنک ويلي وو په تېر جون او جولای مياشتو کې بهر مېشته پاکستانيانو د 23 اربه نه زياتې پېسې رالېږلې وې.

پاکستان وايي د کال 2018م راهسې په حکومتي کچه ملکي کرنټ اکاونټ خساره د شپږ اعشاريه يو فيصد نه يو اعشاريه يو فيصد ته راوستل شوې ده.

په دې اړه د اقتصاد ماهر او د پېښور پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد پروفېسر زلاکت خان وي او اې ډيوه ته ويلي په بهر هېوادونو کې د بې روزګارۍ له امله به نه يوازې د پاکستان غېرملکي زرمبادله راکمه شي بلکې دی سره به کرنټ اکاونټ خساره کې اضافه وشي:

"دا بې روزګاره چې له بهر ملکونو ته راشي نو بې روزګاري به نور هم ورسره زیاته شي ځکه چې دلته له مخکې نه هم زیات خلک بې روزګاره دي".

فچ رېټنګ ادارې په خپل رپورټ کې دا هم ويلي د نړيوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف له خوا د شپږ اربه ډالرو نه علاوه يو اعشاريه څلور اربه ډالره نورو مرستو او د نړيوالو ادارو له خوا د پاکستان د مالي مرستو له امله د پاکستان غېرملکي زرمبادله ذخيره زياته نه ده اغېزمنه شوې خو بيا هم د قامي امدنۍ 86.1 فيصد قرضونه په ټولنيزو پرمختيايي کارونو اثر غورځوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG