لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په پاکستان کې ژورنالسټانو او د بشري حقونو فعالانو ته په خطرو اندېښنه څرګنده کړې


ملګرو ملتونو په پاکستان کې ژورنالسټانو، د بشري حقونو فعالانو او په ځانګړي ډول د ښځو او لږکيو په وړاندې په تشدد راپارولو اندېښنه څرګنده کړې ده چې دوی ان لاين او اف لاين د ځورونو د عمل سره مخ کيږي.

ملګرو ملتونو بيا په ځانګړي ډول د مذهب د سپکاوي د تورونو په لګولو اندېښنه څرګنده کړې چې دغه تور يو تن ډېر د تشدد د خطرې سره مخ کولی شي.

ملګرو ملتونو ويلي تېره میاشت په پاکستان کې ښځو ژورنالسټانو په ښکاره ويلي چې هغه څوک چې په حکومت تنقيد کوي په ټولنيزو رسنیو د هغو پرضد په منظم ډول کمپاين چلولی شي.

دغه رنګ ادارې ويلي تېر کال څلور ژور نالسټان او بلاګران د خپلې دندې له امله وژل شوي دي چې پکې په لاهور کې وژل شوې عروج اقبال هم شامل ده.

ملګرو ملتونو په پينځم ستمبر د بلوچستان په کېچ ضلع کې د ژورنالسټې شاهينه شاهين د وژنې يادګېرنه هم کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي په دغه ډول زیاتره پېښو کې د زمه وارو نه، نه خو پلټنې وشي، نه محاکمه شي او نه ورسره حساب وشي.

په پېښور کې ژورنالسټه فرزانه علي وايي دا وخت په ټولنيزو رسنیو ځورونې ښه په زور کې دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل په ملک کې د درېو کالو او په ځانګړي ډول په تېرو دوه کلونو کې د ژورنالسټانو دپاره داسې حالات جوړ کړی شوي چې که ژورنالسټ خبر ورکوي هغه د ملک سره د ميني او کرکې او بيا د مذهب د سپکاوي پورې تړل کيږي ژوند يې په خطره کې اچول کيږي.

"که د حکومت په کارکردګۍ رپورټنګ کوې د هغې مطلب دا دی چې ته د پاکستان په خلاف خبره کوې، که په سياست کې د ادارو په لاسوهنه خبره کوې د دې مطلب دا دی چې ته په پاکستان خبره کوې او ستا د ملک سره مينه مشکوک کيږي، او که د لږکيو د حقونو تروړلو رپورټنګ کوئ بيا اسلام په خطره کې راځي او دا خبره په پاکستان ورځ تر بلې سېوا کيږي".

نغمه اقتدار په کراچۍ فعاله ده، وايي که په پاکستان کې موجوده حالاتو ته وکتلی شي نو پاکستان د ژورنالسټانو او بشري حقونو د فعالانو دپاره خطرناک هېواد دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل"مونږ دلته وليدل چې په کراچۍ کې د بشري حقونو فعالې پروېن رحمان او سبين محمود ووژل شوې حالانکه دا خلک او زمونږ فعالان خو د ملک سره مينه کوي چې دلته ناست دي او د حقونو خبره کوي او مونږ داسې ملک غواړو چې ټولو ته پکې د برابرۍ حقونه ترلاسه وي".

هغې زیاته کړه که د لږکيو خبره کيږي نو په وروستيو کې وليدل شو چې د مذهب د سپکاوي خبرونه ډېر مخې ته راغله.

نغمه وايي دلته په ټولنه کې ښځې او سړي ژورنالسټان او فعالان ټول يو شان د خطرو سره مخ دي خو ښځې بيا په ځاګړي ډول د مختلفو تورونو او ځورونو سره مخ کيږي.

فرزانه علي وايي "په پاکستان په ځانګړي ډول ښځې ژورنالسټانې که يوه چوکۍ لري او دا ښځې ژورنالسټانې بيا کوم خبر ورکوي يا پرې تجزيه ورکوې نو دا بيا په مخصوص خلکو ښه نه لګي او دوی چې بيا په خپله څه نه شي ويلی دوی بيا په ټولنيزو رسنیو ګروپونه جوړ کړي هغوی به درباندې ژوند حرام کړي او داسې سپک توري کاروي چې د اخلاقو نه غورځېدلي وي کوم چې د ژورنالسټانو ښځو او د هغو د کورنيو دپاره د تکليف سبب ګرځي".

فرزانه علي وايي، "ځورونې ځکه سېوا کيږي چې ځينو خلکو ته ستاسو نظر او وېنا ښه نه لګي د هغې له امله د ښځو ژورنالسټانو او لږکيو دپاره د اختلاف دايره ورځ تر بلې سېوا کيږي په جمهوري ټولنو کې دا ښه خبره نه ده ځکه د دغو خبرو نه بیا داسې مالوميږی چې په پاکستان کې جمهوريت نشته".

ملګرو ملتونو ویلي د جنېوا دفتر يې د پاکستان د حکومت سره یې په دغه اړه اندېښنې شريکې کړي دي چې د ژورنالسټانو او بشري حقونو د فعالانو د ساتنې دپاره کلک ګامونه پورته کړي.

د وي او ای اردو ترمخه د پاکستان د پارلیماني چارو وزير علي محمد خان د ملګرو ملتونو اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي، دغه رپورټ سنجيده اخستل پکار دي خو نړيواله اداره دې په په کشمیر او فلسطين کې هم په ظلمونو خاموشي ماته کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG