لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر افغانستان له یوولسم سپټمبر وروسته د بریدونو او را وروسته حالاتو اغېزې


واشنګټن ــــ په امریکا کې د یوولسم ‌سپټمبر له ترهګرو بریدونو وروسته امریکا د خپلو متحدینو په مرسته د ملګرو ملتونو د فرمان له مخې القاعده او د هغې ملاتړو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره پر افغانستان د برید پرېکړه کړې وه.

دې جګړې تر ۱۹ کالو هم زیات دوام وکړ او بیا د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې امریکا او طالبانو په قطر کې د سولې یو تړون لاس لیک کړ چې د دغه تړون په اساس به د طالبانو او افغان دولت ترمنځ بین الافغاني خبرې د مارچ په میاشت کې پیلېدې خو اوس ټاکل شوی چې د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بېن الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په خپل راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۲۰۲۰م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نزدې درې نیم زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او یو ځل بیا یې دغه هېواد په نړۍ کې د ملکیانو لپاره تر ټولو نا امنه وباله.

د سیګار او یوناما د راپور ترمخه په ۲۰۱۹م کال کې ۱۰۳۹۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې په کې ۳۴۰۳ تنه وژل شوي او ۶۹۸۹ ژوبل وو.

همداراز د سیګار د راپور په اساس چې د جون په میاشت کې یې خپور کړی وو د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر میاشتې د لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰م د اپرېل تر ۱۷ نېټې پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر وژل شوي دي.

په کال ۲۰۰۱م کې په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې د حملو نه را په دې خوا کله چې د طالبانو حکومت نسکور شو نو امریکا د افغانستان سره مالي مرستو ته دوام ورکړ.

د سیګار د راپور له مخه او د امریکې د حکومتي چارواکو له قوله وايي واشنګټن د افغانستان په امنیتي ځواکونو او بیا ودانۍ تر ۸۶ ارب ډالرو هم زیات لګولي دي او اوس هم هر کال څلور ارب ډالر په افغان امنیتي ځواکونو مصرفوي.

که څه هم د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرېنک مېکنزي د سپټمبر په نهمه نېټه امریکا غږ ته وویل چې د امریکا پوځ غواړي په افغانستان کې د میشتو ۸۶۰۰ سرتیرو شمېر د نومبر په لومړیو کي ۴۵۰۰ ته راټیټ کړي، خو د امریکې د کانګرس ځیني غړي وايي امریکا په افغانستان کې باید ځینې پوځي او استخباراتي موجودګي پرځای وساتي چې دا ډول القاعده او داعش د امریکې پر ضد د حملو لپاره مرکزونه ترلاسه نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG