لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د مذهب د سپکاوي د تور له امله يوه کورنۍ خوندي ځای ته منتقل کړی شوې


د خېبرپښتونخوا د پېښور پولیس ويلي د يوې کورنۍ په يو تن د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی ځکه يې د دغه کورنۍ پينځه غړي د ګڼو خلکو څخه د بچ کولو دپاره خوندي ځای ته منتقل کړي دي.

پوليس ويلي د شورو/ چهارشنبې او زيارت/ پنجشنبې په شپه د پېښور په شاهين ټاؤن سيمه کې د 20 نه زياتو کسانو په يو تن د احمدي تور لګولی او د هغه د کورنۍ د يو غړي پرضد يې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

د وي او ای اردو څانګې د خبر ترمخه يو تن ويلي دغه کسان په قهر ؤ او د تورن کسانو په کور يې د بريد پلان جوړؤ چې پوليس موقعې ته رسېدلې دي.

پوليس چارواکو په دغې اړه په خپله څه نه دي ويلي، خو پوليس سرچینو ويلي عمران علي نومې تن د عبدالجميد پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې ده.

دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د روان کال د جولائۍ په اخره کې په پېښور کې د عدالت دننه د مذهب د سپکاوي په تور يو تن په ډزو وژل شوی ؤ. د دغې پېښې څو ورځې وروسته په پېښور کې یو احمدي تن هم د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوی ؤ.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن تېره اوونۍ په خپل یو رپورټ کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مقدمو په سېوا کېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

اېچ ار سي پي ويلي په تېره مياشت کې د 40 نه زيات د مذهب د سپکاوي مقدمې درج شوې او په یادو کېسونو کې د فرقه ايزو ډلو، مذهبي لږکيو او په ځانګړي توګه د شیعه مسلک غړو پرضد قضیې درج شوي چې په هیواد کې فرقه ایزې شخړې سېوا کولی شي.‌

د بشري حقونو کمېشن ویلي ؤ، ګڼي چي رياست خپلې ذمه وارۍ شاته کړي دي او چې په کومو خلکو تورونه لګيدلي هغوي یې د عامو خلکو قهر او غصې ته یواځې پرېښودلي.

څلور ورځې وړاندې د لاهور يو عدالت يو عيسايي تن د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه، د ياد تن پرضد د کال 2013 م راهسې دغه مقدمه روانه وه او د سزاوار شوي تن وکيل ويلي ؤ هغه به په کارخانه کې کار کولو او د سپروايزر لخوا ورته ویل شوي چې اسلام قبول کړي او په انکار کولو يې بيا په هغه د مذهب د سپکاوي تور لګولی ؤ.

د تېر نهې/ سه شنبې په ورځ په پېښور کې يو بل تن هم د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی ؤ.

په وروستيو کې ملګرو ملتونو په پاکستان کې ژورنالسټانو، د بشري حقونو فعالانو او په ځانګړي ډول د ښځو او لږکيو په وړاندې په تشدد راپارولو اندېښنه څرګنده کړې چې دوی ان لاين او اف لاين د ځورونو د عمل سره مخ کيږي.

ملګرو ملتونو بيا په ځانګړي ډول د مذهب د سپکاوي د تورونو په لګولو اندېښنه څرګنده کړې چې دغه تور يو تن ډېر د تشدد د خطرې سره مخ کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG