لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان پوځ وايي، په وزيرستان کې يې يو کمانډر سره د درېو ترهګرو وژلی
تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، په وزيرستان کې يې يو کمانډر سره د درېو ترهګرو وژلی


د پاکستان پوځ ویلي د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله پرته علاقه ګړيوم کې يې په عملياتو کې يو ترهګر کمانډر سره د درېو ترهګرو وژلی دی.

پوځ د اتوار/ يکشنبې په ورځ ناوخته ويلي مهم پرمختګ يې کړی، د شمالي او جنوبي وزیرستان په ګړيوم شکتویې سيمه کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس عمليات کړي، ترهګر کمانډر احسان الله (سڼی) يې سره د درېو نورو ترهګرو وژلی دی.

پوځ دعوه کړې چې احسان الله سڼی د څو ترهګرو عملیاتو مرکزي کردار ؤ.

د پوځ د بيان ترمخه هغه په وروستيو کې په شکتويې کې په ترهګرو بريدونو کې ککړ پاتې شوی په کومو کې چې لفټننټ نثار او کېپټن صبيح سره د څو نورو سرتېرو وژل شوي وو.

په شکتويي کې نزدې لس ورځې وړاندې د پوځ په يو ګاډي چاؤدنه شوې چې پکې د پوځ په وينا د يو افسر په ګډون درې سرتیري وژل شوي وو.

د ياد بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې، او پوځ ویلي په علاقه کې يې د پېښې وروسته د لټون عملیات پېل کړي وو.

د يادې پېښې وروسته د علاقې خلکو ویلي ګرځبنديز لګول شوی او تور يې لګولی امنيتي سرتيرو پرې تشدد هم کړی دی.

پوځ په علاقه کې د عملياتو ګرځبنديز او خلکو د نيولو په اړه په خپله څه نه ؤ ويلي خو امنيتي سرچينو په علاقه کې ګرفتاريانې منلې او بيا يې د خوشي کولو هم منلي وو.

په علاقه کې د ګرځبنديز او تشدد پرضد خلکو احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG