د پاکستاني ځايي مطبوعات وايي د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د پاکستان سفر کوي، خو نه زلمي خليلزاد او نه د پاکستان کوم چارواکي په رسمي ډول د هغه د سفر پخلی کړی دی.
د پاکستان (جيو نيوز) د خليلزاد د پاکستان د سفر خبر ورکړی او ویلي يې دي امريکايي استازی به د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د پاکستان د مشرتابه سره ويني.
د خبر ترمخه خليلزاد به د حکومتي سياسي او پوځي مشرتابه سره وويني او د افغانستان د سولې د خبرو د راتلونکو پړاؤنو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
د زلمي خليلزاد د پاکستان د سفر خبر په داسې حال کې ورکړی شوی چې په 12م ستمبر په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني خبرې پېل شوي دي.
د خبرو د پرانستې غونډې ته د ويډيو لنک د لارې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په خپله وېنا کې ویلي ؤ بايد افغانان د کوم اثر پرته په خپله د خپل قسمت فېصله وکړي.
هغه ويلي ؤ پاکستان د اجتماعي زمه وارۍ په توګه تل د افغانستان د سولې په عمل کې د روغې جوړؤنکي کردار ادا کړی او تل به يې دغه رنګ دوامداره ساتي.
پرون د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په ټویټر د افغانستان د سولې په لړ کې د پاکستان د ملاتړ ستاينه کړې ده.
اتمر ویلي " زه د شاه محمود قرېشي د نظر سره موافق يم، چې سوله ييز او با ثباته به نه يواځې د افغانستان بلکې د سيمې دپاره د پرمختګ او خوشحالۍ نوې موقعې برابرې کړي".
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي، په قطر کې د افغانستان د سولې د خبرو په پرانست غونډه کې د ګډون او دوه ورځني کامياب سفر وروسته کابل ته ستون شوی دی.
او د افغانستان د سولې د خبرو د پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي د طالبانو د پلاوي سره یې لومړۍ ناسته شوې او په يو لړ مسلو یې ورسره خبرې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پرانست غونډې په مهال وويل، نن د افغانستان د 40 کلنۍ جګړې د پای ته رسولو ورځ ده، نور به د افغانستان خاوره القاعده او بل چا ته نه پرېږدو چې د ترهګرۍ دپاره يې وکاروي.
هغه ويلي امریکا غواړي چې افغانستان خپلواکه وي او امریکا خپل نظام په نورو ورتپل نه غواړي هغه ويلي د اولس او مېرمنو سياسي حصه ډېره مهمه ده، هغه زياته کړې په راتلونکې کې به په هغو خبرو هم بحثونه وکړو چې پاتې شوي دي.