لاس رسیدونکی لینک

 
ډبلیو اچ او: په اکټوبر او نومبر کې ښايي په اروپا کې له کورونا څخه مړینه زیاته شي
تازه خبر

ډبلیو اچ او: په اکټوبر او نومبر کې ښايي په اروپا کې له کورونا څخه مړینه زیاته شي


واشنګټن – د روغتیا په نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ کې د اروپايي څانګې مشر ویلي، د دوی اداره فکر کوي چې ښايي په اکټوبر او نومبر کې له کورونا څخه مړینه زیاته شي.

هنس کلوګ د فرانسې له خبري ادارې (اې اف پي) سره په یوې مرکه کې ویلي، "حالات به سخت شي. په اکټوبر او نومبر کې به مونږ زیاتې مړینې ووینو."

کلوګ همدارنګه خبرداری ورکړی چې واکسین د وبا د پای په معنی نه ده.‌ هغه وویل،‌"زه هرکله دا اورم چې واکسین به د وبا پای وي خو داسې نه ده."

هغه وړاندې وویل، "مونږ لا په دې نه پوهېږو چې واکسین به له ټولو کسانو سره مرسته وکړي. مونږ داسې نښې ترلاسه کوو چې یو ډله کسانو سره به مرسته وکړي او یوې ډلې سره نه او که مونږ بېلا بېل واکسینونه برابر کړو نو ددې لوجیستیکي اړخ به هم اسانه نه وي"

کلوګ وړاندې وویل، وبا به هغه وخت پای ته ورسېږي کله چې د ټولنې په توګه مونږ په دې وپوهېږو چې له وبا سره څه ډول ژوند وکړو.

دا مهال په نړۍ کې تر ۲۹.۲ میلینو زیات کسان په کورونا اخته او له ۹۲۹۰۰۰ څخه زیات مړه شوي دي.‌

په امریکا کې په کورونا باندې له ۶.۷ میلینو څخه زیات کسان په کورونا اخته او له ۱۹۸۵۰۰ څخه مړه شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG