لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۲۹.۴ میلیونو او پرې د مړو شمېر ۹۳۳۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

په امریکا کې پرې د اخته کسانو شمېر له ۶.۷ میلینو او د مړو شمېر ۱۹۹۰۰۰ ته رسېدلی دی.

یو نوی راپور وايي، د کورونا وبا په نړۍ کې د غریبۍ د کمولو چارې او د نړیوالې روغتیا پرمختګ اغېزمن کړی دی.

د بېل او مېلېنډا ګېتس بنسټ لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې د کورونا وبا د پیل راهیسې نږدې ۳۷ میلینه خلک سختې غریبۍ ته تللی او په دې برخه کې په څو میاشتو کې ۷٪ زیاتوالی زیاتوالی راغلی.

په ورته وخت کې راپور زیاتوي، د هغو ماشومانو په شمېر کې له ۸۰ څخه ۷۰ فیصدو ته کموالی راغلی چاچې د شري، تورې توخلې او نورو ناروغیو لپاره واکسینونونه اخېستل چې دومره کموالی د ۱۹۹۰یمې لسیزې راهیسې نه دی لیدل شوی.

په راپور کې راغلي دي، "مونږ په ۲۵ اونیو کې ۲۵ کاله شاته لاړو."

بېل ګېټس د کورونا له امله د دغه شاته تګ یادونه له نیویارک ټایمز سره په یوې مرکه کې کړې خو هیله یې څرګنده کړې ده چې نړۍ به دغه له لاسه وتلي پرمختګونه په دوه درې کلونو کې بېرته ترلاسه کړي.

ګېټس دا هم ویلي، چې حالات به هغه مهال ښه شي، کله چې سیلګري، د نړیوال بانک قرضي او کاروبارونه بېرته پيل او ټوله نړۍ واکسین شي چې دی یې تر ۲۰۲۲ کاله پورې اټکل کوي.‌

بل پلو په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته شویو کسانو شمېر په چټکۍ سره ۳۰ میلینو ته په نېږدې کېدو دی او تر ۹۳۳۰۰۰ زیات مړه شوي دي، په ګڼو هېوادونو کې اوس د کورونا د تېزېدو له امله پر خلکو باندې یو شمېر سخت بندیزونه لګول شوي دی.‌

د اسرایل لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د اتوار یا یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د درې اونیو یو لاک ډاون به د جمعې په ورځ پلی شي چې دا نېټه د یهودانو له نوي کال سره سمون خوري.

د لاک ډاون پر وخت به ټول ښونځي، رسټورانټونه، شاپینګ مالونه او هوټلونه تړلي وي.

اسرایلیان باید له خپلو کورونو څخه تر ۵۰۰ مترو لېرې ولاړ نشي او دننه باید له لسو او د باندې له ۲۰ زیات کسان سره راټول نشي.‌

اسرایلو په مارچ میاشت کې هم سخت لاک ډاون لګولی وو چې له امله یې په دغه هېواد کې د کورونا د نویو پېښو شمېر ډېر کم کړی وو.

خو دغه شمېر وروسته له هاغې په پورته کېدو شو کله چې په دغه هېواد کې کاروبارونه بېرته پرانېستل شول.

تېره اونۍ پکې تر ۴۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې دغه حالت ته نتن یاهو د سور بیرغ خطاب کړی.

په ورته وخت کې د فرانسې به بورډیوکس او مېرسېلې ښارونو کې چارواکو ویلی، چې دوی به د خلکو د راټولېدو په برخه کې نوي بندیزونه ولګوي.

په دغو ښارونو کې له لسو څخه د زیاتو کسانو په راټولېدو او په عامه توګه د الکولو په استعمال باندې بندیز لګول شوی.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG