لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: بشري حقونو کمیشن او پیپلز ګوند د مذهب سپکاوي مقدمو په زیاتېدو اندېښمن دي


اسلام اباد ــــ د پاکستان د بشري حقونو تنظیم او پیپلز ګوند په هېواد کې په وروستیو کې د مذهب د سپکاوي په ضد د هغو مقدمو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې چې د بېلابېلو خلکو او مذهبي اقلیتونو خصوصاً شیعه ګانو په ضد درج شوې او وایي دا به تشدد ته لاره هواره کړي.

د روانې میاشتې په پیل کې د بشري حقونو تنظیم پخپل رپوټ کې د یوې اندازې له مخې ویلي، چې یواځې په تېره میاشت کې د مذهب د سپکاوي قانون له مخې د خلکو په ضد 40 مقدمې درج شوې وي چې وایي اکثر یې د شیعه مسلمانانو په ضد دي.

"ایچ آر سي پي غوښتنه کوي چې ریاست باید د هېواد د ټولو وګړو د مذهبي او عقیدوي ازادۍ حق پر ځای کړي او پولیس باید په بیړه او تر بشپړ تحقیقت مخکې د مذهب د سپکاوي د مقدمو له درج کولو را وګرځول شي ځکه چې خلک له دې ناوړه ګټه اخلي".

په پاکستان کې د شعیه مسلمانانو په ضد د تشدد دا لړۍ د هغه وخت نه زیاته شوې ده چې سږ کال د محرم په یو جلوس کې په اسلام آباد کې د شعیه مسلمانانو یو عالم آصف علوي پر یو بیان باندې د هغه په ضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړل شوې ده، خو هغه برتانیې ته تللی دی.

د بشری حقونو کمیشن یوه مشره زهره یوسف وایي، دلته د ناقانونه اعلان شوو تنظیمونو له خوا د شیعه مسلمانانو په ضد د مظاهرو نه ښکاره ده چې پوځ او حکومت هم د دغه شان توندروه تنظیمونو وده غواړي:

"له داسې مقدمو ښکاري چې د پاکستان حکومت او پوځ د مذهبي توندروۍ حوصله افزایي کوي او همدا وجه ده چې دلته ناقانونه تنظیمونه په ښکاره جلسې جلوسونه کوي او د شیعه مسلمانانو په ضد له کرکې ډک تقریرونه هم کوي".

زهره یوسف وایي وړاندې به دغه شان زیات مقدمې د احمدیانو او عیسایانو په ضد به درج کېدې چې اکثر به غلطې وې خو اوس د شعیه مسلمانانو په ضد دغه شان مقدمو باندې کمیشن اندېښنه لري.

د پاکستان په سېنټ کې د پیپلز ګوند سنېټرې شېري رحمان ویلي دي چې د شعیه مسلمانانو هدفي وژنې روانې دي خو حکومت پرې غلی دی، وایي که چېرې دا مسلکي اختلاف همدغه شان روان وو نو بیا به د جمهوري عمل دپاره لوی خطر وي:

"ناقانونه اعلان شوي تنظیمونه په ښکاره په جلسو کې شعیه مسلمانان کافر او قاتل ګڼي او دا یو خطرناک عمل دی چې د یو بل مسلک په ضد کرکه خورېږي او حکومت د دوی پر دې عمل غلی دی او باید حکومت دغه غیرقانوني تنظیمونو ته واضح پیغام ورکړي چې دوی ته به د داسې عمل اجازه نه وي".

په پاکستان کې په نیزدې ورځو کې د "ناموسِ صحابه" په نامه په لویو ښارونو کې دغه شان جلسې شوې دي چې پکې د ناقانونه تنظیمونو مشرانو هم برخه اخیستې ده.

دغه شان یو جلسه د پاکستان د پارلیمان مخې ته هم شوې ده چې پکې د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم اهل سنت والجماعت مشر مولانا احمد لدهیانوی د نورو مسلکونو په ضد له کرکې ډک تقریر کړی دی.

د پارلمیان مخامخ سیاسي ګوندونو ته دغه شان د جلسې اجازه په موجوده حکومت کې نه شته خو اسلام آباد انتطامیې متحده سني کونسل ته د دې جلسې اجازه ورکړې وه.

د ترهګرۍ په ضد جوړ قامي تګلارې یا نیشنل ایکشن پلان ترمخه د ناقانونه ګرځول شوو تنظیمونو مشرانو ته هم دا اجازه نه شته چې دغه شان جلسو ته وینا وکړي خو په نیزدې ورځو کې د داسې تنظیمونو مشرانو په کراچۍ او اسلام آباد کې د "ناموسِ صحابه" په نامه جلسو کې د نورو مسلکونو په ضد له کرکې ډک تقریرونه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په تېره اګست میاشت کې په پېښور عدالت کې د مذهب په سپکاوي د تورن پاکستاني نژاده امریکایي وګړي پر وژل کېدو امریکې او د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان له حکومته یې د مذهب د سپکاوي قانون ته د بیا کتنې او بدلون غوښتنه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG