لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف د عدالت په امر لندن کې نیول کېږي خو ګوند یې وایي دا پرېکړه به برتانیه کوي


واشنګټن ــــ د اسلام اباد هایکورټ له خوا د نواز شریف د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ تر امر وروسته په لندن کې د پاکستان های کمیشن د واکمن تحریک انصاف له خوا د پخواني وزیراعظم د نیولو حکم تر لاسه کړی دی.

په لندن کې د پاکستان د های کمیشن دفتر چارواکو دا تایید کړې چې د مرکزي حکومت له خوا یې دغه حکم د پنجشنبې- زیارت په ورځ تر لاسه کړی، خو تر یې اوس یې دا نه دي ویلي چې په دې اړه څه پرمختګ شوی که نه.

اسلام اباد هایکورټ د اګست پر پینځلسمه په العزیزه ریفرنس مقدمه کې د پاکستان د احتساب ادارې په غوښتنه د نوازشریف د ضمانت درخواست رد کړی وو او د هغه د ناقابل ضمانت نیول کېدو تر څنګ یې د ستمبر پر 22مه عدالت ته د هغه د حاضرېدو امر کړی وو.

ډان انګرېزي ورځپاڼې د ځینو سرچینو په وینا لیکلي چې د نواز شریف د نیول کېدو لپاره به ټولې قانوني لارې عملي کېږي او په دې برخه کې د بهرنیو چارو سیکرټري ته امر شوی چې د ستمبر د 22مه د سهار تر یوولسو بجو های کمیشن ته د هغه حاضرېدل باوري کړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند د عدالت پر دې فیصله اعتراض کړی او وایي نواز شریف د ناروغۍ له کبله پاکستان ته نه شي ستنېدای. د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر احسن اقبال په یوه ویډیو کې وایي دا اوس د برتانیې په حکومت پورې اړه لري چې د نواز شریف د نیول کېدو اجازه ورکوي که نه:

"حکومت چې دغه پرېکړې برتانیې ته ولېږي، نو د برتانیې ادارې به دا پرېکړه کوي چې په پاکستان کې [عدالتي] فیصلې او زموږ د قانون نظام د چا له روغتیایي حالت سره څه ډول چلند کوي".

پخوانی وزیراعظم نواز شریف د احتساب ادارې له خوا د بهرنیو جایدادونو پر سر په یوه مقدمه کې د عدالت له خوا په لس کاله بند سزا شوی وو، خو تېر کال د تحریک انصاف حکومت د عدالت په امر هغه ته په لندن کې د علاج لپاره اجازت ورکړی وو، چې نوموړی لا تر اوسه هم په لندن کې دی.

د نواز شریف وکیلانو تېره اوونۍ لاهور هایکورټ ته په یو درخواست کې ویلي وو، چې مؤکل یې د کرونا وایرس له کبله سفر نه شي کولای ځکه چې وایي هغه دا مهال د شوګر، د وینې د لوړ فشار، پښتورګو او زړه په ناروغۍ اخته دی.

وکیل یې عدالت ته ویلي وو چې د نواز شریف علاج په تېرو څو میاشتو کې د کرونا وایرس د خپرېدو له کبله ځنډېدلی وو، خو وایي اوس به یې علاج ډېر ژر بیرته پیل شي.

په العزيزيه قضيه کې د احتساب عدالت نواز شريف ته د اووه کلونو بند او لسو کلونو دپاره د کومې ولسي څوکۍ نه ساتلو، د هغه د ټول جايداد ضبط کولو او تقریباً پاوکم څلور اربه روپو جرمانه لګولې وه. همدارنګه یې په ايون فيلډ کې نواز شریف ته لس کاله، لور مريم نواز ته يې اووه کاله او زوم محمد صفدر ته يې د يو کال بند سزا اورولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG