لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سيند او مرکز ترمنځ په دوېم پړاؤ کې د تعليمي ادارو د پرانستلو په نېټه اختلاف


په پاکستان کې د کرونا وبا له امله د تړل شوؤ تعليمي ادارو بيرته پرانستو عمل پېل شوی خو په دوېم پړاؤ کې د تعليمي ادارو پرانستو په لړ کې سيند صوبه وايي ټاکلې نېټه 23م ستمبر يوه اوونۍ وروسته کوي خو مرکزي حکومت وايي په ټاکلې نېټه کې بدلون نه دی شوی.

په 11م ستمبر د پاکستان د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود په ملک کې په درېو پړاؤنو کې د تعليمي ادارو پرانستو ويلي چې په 15م ستمبر به د نهم/ لسم ټولګي او دې نه بره کلاسونو دپاره تعليمي ادارې پرانستل کيږي په دوېم پړاؤ کې به په 23م ستمبر د شپږم ټولګي نه تراتم ټولګي او په 30 ستمبر به د ابتدايي زده کړو نه تر پينځم ټولګي ټولې تعلیمي ادارې پرانستل شي.

خو د سيند صوبې د تعلیم وزیر سعید غني پرون د جمعې په ورځ ویلي په دوېم پړاؤ کې په ټاکلې نېټه تعليمې ادارې نه پرانيزې ځکه چې د هغه په وېنا په لومړي پړاؤ کې په پرانستل شوؤ ځينو تعليمي ادارو کې د کرونا څخه احتياطي تدابير نه دي عملي شوي.

هغه ويلي دوی به په دوېم پړاؤ کې د تعلیمي ادارو پرانستل تر 28م ستمبر پورې وځنډوي.

هغه زياته کړې بيا به هم د حالاتو د جاج اخستو وروسته د تعلیمي ادارو پرانستو پرېکړه کوي.

خو د تعليم مرکزي شفقت محمود بيا ويلي، د صوبو د تعلیم د وزیرانو سره چې وړاندې په مشوره کومه نېټه اعلان شوې په هغې کې هیڅ بدلون نه دی شوی.

هغه ويلي په 22ستمبر به بيا ناسته کوي او ختمي اعلان به کوي خوکه شته حالات داسې روان ؤ په 23 ستمبر د شپږم نه تر اتم ټولګي د سکولونو د پرانستو نېټه وروسته کول هیڅ جواز نه لري.

د ځايي میډيا ترمخه پرون د حکومت د څار کمېټۍ ویلي په ملک کې 13 نورې تعليمي ادارې په دې تړل شوي چې د کرونا څخه بچ کېدو دپاره احتياطي تدابير يې نه ؤ عملي کړي.

له دغې وړاندې هم په ملک کې د 22 تعليمي ادارو تړل کېدو ویل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG