لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د بلوچستان په اوارن ضلع کې د څلورو وسلوالو د وژلو دعوه کړې


واشنګټن ــــ د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې په یوه بیان کې دعوه کړې چې د ایران پولې ته نیژدې د بلوچستان په اواران ضلع کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د پلټنې په عملیاتو کې لږ تر لږه "څلور ترهګر" وژلي دي.

د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي آر د شنبې- خالي په ورځ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې په عملیاتو کې یې د وسلوالو څو پناه ځایونه او انتظامي کېمپونه هم تباه کړي دي:

"د ترهګرو د پناه ځای په ګډون مو د هغوی لوجیسټیک مرکز تباه کړی او پراخه اندازه وسله، چاودېدونکي مواد او د مواصلاتو وسایل مو هم ځنې تر لاسه کړي‌ دي".

پاکستاني پوځ رسنیو ته هغه عکسونه او ویډیوګانې هم لېږلې دي چې پکې له وسلوال نیول شوې وسله، موبایلونه، مهمات او د ورځني ژوند د اړتیا وړ شیان لکه لوښي او پیالې هم ښودل شوې دي.

د اواران ضلعې سیمه ییزو چارواکو په کوټه کې د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي، دا پېښه تېره شپه د تحصیل مشکي د نوکجو کلا په ناله کې هغه مهال شوې چې وایي امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو په اساس عملیات کول.

چارواکو ویلي د عملیاتو په مهال وسلوالو پر امنیتي عسکرو ډزې کړې دي، چې په دفاع کې هغوی هم پر وسلوالو ډزې کړې دي چې وایي په نتیجه کې یې څلور وسلوال وژل شوي او د هغوی مړي یې د مشکي تحصل مرکزي روغتون ته وروړي دي.

چارواکو دغه وژل شوي کسان د ازادي غوښتونکو بلوڅانو د یوه ناقانونه وسلوال تنظیم بللي، خو تر اوسه کومې ډلې په دې پېښه کې د خپلو کسانو د لاس لرلو دعوه نه ده کړې.

د وي او اې ډیوه د خبریال په وینا د اواران ځایي خلک وایي له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه سیمه کې په وسلوالو پسې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا د پلټنې عملیات روان وو، خو د پاکستان پوځ د دغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د اواران په ګډون د بلوچستان د مکران ډیویژن کېچ او پنجګور ضلعې هم ناارامه دي او هلته د بلوچ لبرېشن فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو تنظیم ډېر فعاله دی چې وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

څیړونکي وایي پاکستان کې لوي طبقاتي تقسیم روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG