لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د سپریم کورټ قاضي او د ښځو د حقونو مبارزه مړه شوه


واشنګټن ــــ د امریکې د سپریم کورټ دویمه ښځینه جسټس روت بېډر ګنزبرګ د جمعې په ورځ د کېنسر ناروغۍ له کبله د 87 کلنۍ په عمر مړه شوه، نوموړې دویمه ښځه وه چې اوږده موده د امریکې د ستر عدالت قاضي پاتې شوې وه.

مېرمن ګنزبرګ د امریکې له باهمته او ازاد خیاله ښځو څخه ګڼل کېده چې د ښځو د حقونو لپاره یې هم مبارزه کړې وه. هغې به ویل چې د نرانو په ټولنه کې ښځو ته نوکري پیدا کول ډېر ګران کار دی.

صدر ډانلډ ټرمپ د هغې پر مرګ خواشیني څرګنده کړې او په یوه ویډیو کې یې ویلي چې "هغه یوه ډېره په زړه پورې ښځه وه او ډېر ښه ژوند یې تېر کړ، که څوک دا مني که نه خو زه یې په مرګ خفه شوم".

د امریکې سپریم کورټ په یوه بیان کې ویلي، چې هغې د ستمبر پر ۱۸مه په واشنګټن کې پخپل کور په داسې حال کې ساه ورکړه چې د کورنۍ غړي یې هم شاوخوا ته موجود وو. د سپریم کورټ اوسني قاضي جان رابرټس د هغې پر مړینه خواشيني څرګنده کړې:

"زموږ ملت د انصاف په برخه کې د تاریخي ارزښت قاضي وبایلله".

مېرمن ګنزبرګ د امریکې په ازاد خیاله او قدامت پسند فکر لرونکو دواړو کې ډېره مشهوره وه. راتلونکو صدارتي ټاکنو ته د ډیموکرېټ ګوند امیدوار جوبایډن هم د هغې پر مړینې خفګان څرګند کړی او ویلي یې دي:

"روت بېډر ګنزبرګ د امریکې اتله وه، د قانون د مکتب لویه هستي‌ وه او د امریکا د لوړ ایډیل په لاره کې تر قانون لاندې د برابر انصاف لپاره یو نه ستړی کېدونکی اواز وه".

مېرمن ګنزبرګ له 1993م کال راهیسې د امریکې په سپریم کورټ کې د قاضي په توګه دنده تر سره کوله، خو سږ کال ناروغه شوه او په تېره جولای میاشت کې یې ویلي وو چې د ځیګر د ناروغۍ لپاره کېموتراپي کوي.

مېرمن روت بېډر ګنزبرګ په 1933م کال کې په نیویارک کې زېږېدلې وه او په 1959م کال کې یې د کولمبیا د قانون له سکوله د وکالت د ډګرۍ تر اخیستلو وروسته په نیویارک کې ملازمت پیل کړی وو.

د مېرمن ګنزبرګ مړینه به صدر ټرمپ ته دا یو بل امکان په لاس ورکړي چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو یواځې اووه اوونۍ مخکې د سېنټ ملاتړ تر لاسه کړي او د هغې پر ځای د سپریم کورټ د قاضي په توګه د خپل ګوند کوم قاضي په دې دنده وګوماري.

د امریکې په سپریم کورټ کې دا مهال قدامت پسند نظریاتو لرونکو قاضیان ته د څلورو په مقابله کې د پینځو برتري حاصله ده. ولسمشر ټرمپ د خپل صدارت په مهال دوه قاضیان ټاکلي دي. د امریکې د سپریم کورټ قاضیان د ټول عمر لپاره وي او یا به ریټایر کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG