لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس د پېښو باوجود سبا په پاکستان کې د دویم پړاو مډل سکولونه پرانیستل کېږي


پېښور+کوټه+اسلام اباد ــــ د پاکستان د کرونا وایرس د مخنیوي مرکز (این سي‌ او سي) اعلان کړی چې د ستمبر له 23مې به د هېواد په ټولو صوبو کې له شپږم تر اتم جماعته پورې مډل سکولونه له شپږو میاشتو وروسته بیرته پرانیستل کېږي خو سیند حکومت وایي سکولونه به یوه اوونۍ وروسته پرانیزي.

د ملک د نورو برخو په څېر سبا له شورو- چارشنبې په پښتونخوا کې هم د شپږم، اووم او اتم ټولګي زدکړې بیرته په سکولونو کې شروع کیږي. د تعلیم صوبایي وزیر شهرام خان ترکي ډیوه ته ویلي په 3,200 سرکاري سکولونو کې به 10 لکه او په 2,700 شخصي سکولونو کې به شپږ نیم لکه زده کونکي شپږ میاشتې پس یو ځل بیا زده کړې پیل کړي.

شهرام ترکی وایي ټولو سکولونو ته له کرونا وایرسه د ژغورنې لپاره په احتیاطي ګامونو د عمل کولو ویل شوي دي او که چا ددې سرغړونه وکړه نو هاغه سکولونه به تړل کیږي:

"د تعلیم ادارې مخکې لا فیصله کړې چې چېرته به سنیټایزر ورکوي او چېرې به ماسکونه ورکوي، تر ټولو مهم شی ماسک دی، چې کوم ځای کې څه ډول مسئله ده له احتیاطي تدابیرو سره سم به یې اداره بندوبست کوي".

په 15م ستمبر 3,330 سرکاري او 3,500 شخصي سکولونه پرانیستل شوي وو. د سرکاري سکولونو د زده کونکو شمېره پینځه لکه وه. د تعلیم وزیر وایي د احتیاطي ګامونو د سرغړونې په تور یې په صوبه کې پینځه سرکاري او 28 شخصي سکولونه تړلي دي.

د بلوچستان د ثانوي تعلیم صوبایي سیکرټري شېرخان بازی وایي، دوی هم له سبا د صوبې د ټولو مډل سکولونو د پرانیستلو پرېکړه کړې ده، چې د هغه لپاره ټول احتیاطي تدابیر خپل کړي دي:

"موږ د روغتیا له ادارې سره په ګډه احتیاطي تدابیر جوړ کړي دي، که دوه یا تر دوه زیات زده کوونکي په کرونا اخته وي نو موږ بیا هغه سکول بندوو او که کوم استاد په کرونا وایرس اخته وي نو هغه استاد له سکوله منع کړو، سکول یواځې د څلورو ورځو لپاره بند وي بیا یې د روغتیا ادارې تر څارنې وروسته بیرته خلاصوو".

د پنجاب د تعلیم وزیر مراد راس هم پر ټویټر لیکلي، چې د صوبې ټول سرکاري او غیرسرکاري مډل سکولونه به له سبا پرانیستل کېږي. مراد لیکلي چې هر څوک باید پر احتیاطي تدابیرو عمل وکړي.

خو د سیند حکومت د تعلیم وزیر سعید غني اعلان کړی چې د دویم پړاو سکولونه به یوه اوونۍ وروسته د ستمبر په 28مه نېټه پرانیزي. ښاغلی غني وایي دوی تر نور هېواد په ځنډ د خپلو سکولونو د پرانیستو پرېکړه ځکه کړې چې وایي د رپوټونو له مخې په سکولونو کې له کرونا وایرسه د ژغورنې تدابیر نه عملي کېږي.

تر دې وړاندې په لومړي پړاو کې د ستمبر په 15مه د پاکستان په ټولو صوبو کې پوهنتونونه، کالجونه او د نهم او لسم ټولګي های سکولونه پرانیستل شوي وو، چې د کرونا وایرس د مخنیوي په احتیاطي تدابیرو د عمل نه کولو له کبله په لسګونو سکولونه بیرته بند کړل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې د کرونا وایرس په نتیجه کې د لاک ډاون له کبله په هند او پاکستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې د 600 ماشومانو تعلیم متاثره شوی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG