لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مولانا فضل الرحمن: که پوځ په سیاست کې لاسوهنه کوي نیوکې به ورباندې کېږي


واشنګټن ــــ د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو له خوا پر پوځ تر نیوکو وروسته د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نن یوې خبري غونډې ته ویلي، چې که پوځ په سیاست کې لاسوهنه کوي نو نیوکې خو به ورباندې کېږي خو بلې خواته د پښتونخوا د احتساب ادارې هغه د کرپشن په تور د‌ پلټنو لپاره ور بللی دی.

د نهې- سه شنبې په ورځ خبري غونډې ته په وینا کې مولانا فضل الرحمن د پوځ نوم وا نه خیست، خو ویې ویل چې دغه اداره د ریاست لپاره یوه ضروري اداره او باید پخپل آییني چوکاټ کې دننه کار وکړي:

"چې زما دغه غیرجانبدار اداره [پوځ] د سیاست خواته راځي او تر سرې کرښې را اوړي نو بیا خو به تنقید ورباندې کېږي".

د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې د قومي احتساب قانون د 19 مادې له مخې په ډېره اسماعیل خان کې د مولانا فضل الرحمن کور خبرتیا ور لېږل شوې او امر ورته شوی چې "د کرپشن او فاسدو اقداماتو او تر توان د زیاتو شتمنیو لرلو پر سر" د پلټنو لپاره د اکتوبر په لومړۍ نېټه د احتساب ادارې صوبایي دفتر ته حاضر شي.

خو مولانا فضل الرحمن خبري غونډې ته وویل چې دغه خبرتیا لا د ده کور ته نه ده رسېدلې، وایي که خبرتیا یې تر لاسه کړه ګوند به یې د دې سیاسي او قانوني اړخونه وسنجوي. ده وویل چې لیکلې خبرتیا یې لا د رسنیو ادارو ته هم نه ده لېږل شوې:

"د بدنیتي په بنیاد په داسې حربو نه موږ مخکې وېرېدلي یو او نه به اوس و وېرېږو، داسې خبرتیاوې موږ ته د ماشې د بڼا [اواز] برابر حیثیت هم نه لري".

نواز شریف په اړه مولانا فضل الرحمن وویل، چې له هغه او کورنۍ سره یې ډېر ظلم شوی دی او وایي هغه دې د هیچا تر دباو لاندې نه راځي چې پاکستان ته راشي. د اسلام اباد هایکورټ په امر د تحریک انصاف حکومت پرېکړه کړې چې هغه له لندنه پاکستان ته راولي.

مولانا تور ولګاوه چې د نېب غوندې ادارې د سیاسي شخصیاتو د سپکاوي لپاره جوړې شوې دي ځکه چې وایي پر سیاستوالو د کرشپن په تور خو مقدمه کوي خو چې پر پوځ داسې تورونه لګېږي نو هغوی ته هڅه نه وایي:

"که نواز شریف چې درې ځله وزیراعظم پاته شوی بیا بیا عدالت ته وړاندې کېږي نو جنرل مشرف هم باید وړاندې شوی وای هغه خو هم د پاکستان عدالت را بللی وو. که احتساب د سیاستوالو کېږي او له هغوی د استعفی کېدو غوښتنه کوي خو جنرل [ریټایرډ سلیم باجوه] ته زارۍ کوي چې ته خپله استعفی بیرته واخله، دا جرئت هم په [عمران خان] کې نه شته چې له جنرله استعفی واخلي".

مولانا فضل الرحمن دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د ستمبر پر 20مه نېټه په اسلام اباد کې د یوولسو اپوزیشن ګوندونو له خوا یو ټول ګوندیز کانفرنس وشو او په هغه کې په سیاست کې "د پوځ د لاسوهنې" ختمېدو په ګډون د وزیراعظم عمران خان د استعفی غوښتنه وشوه او د حکومت په ضد د یو نوي تحریک د پیلولو پرېکړه وشوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG