لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي د اکتوبر له څلورمې په مرحله وار توګه عمره بیرته پیلوي


واشنګټن ــــ د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له څلورمې نېټې به د مسلمانانو لپاره د عمرې مراسم بیرته په مرحله وار ډول پیلوي، چې اووه میاشتې مخکې د کرونا وایرس له کبله ورباندې بندیز لګېدلی وو.

سعودي دا علان په داسې وخت کې کړی چې لا د نورې نړۍ غوندې په دې هېواد کې هم کرونا وایرس په بشپړه توګه نه دی ختم شوی او یواځې په تېرو څلرویشت ګنټو کې یې 27 تنه ترې مړه شوي او 560 کسان پرې اخته شوي دي.

د سعودي د سرکاري خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د دې هېواد خارجه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې په لومړي پړاو کې به د سعودي خپلو 6,000 اوسېدونکو ته د عمرې اجازه ورکول کېږي.

سعودي عرب په تېره مارچ میاشت کې د کرونا وایرس له کبله لومړی د نورو هېوادونو او بیا د خپل هېواد د مسلمانانو پر عمره بندیز لګولی وو او تر هغه وروسته یې د سږ کال د حج مراسم هم ځنډولي وو، چې د نړۍ میلینونه مسلمانان سږ کال د حج له فریضې محرومه شول.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وایي، د نومبر په لومړۍ نېټه به د نورو هېوادونو خلکو ته د هغه وخت د عمرې اجازه ورکول کېږي چې په یوه ورځ د عمره کوونکو شمېر 20,000 تنو ته ورسېږي.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د سعودي حکومت ویلي، پر عمرې به بشپړ بندیز هغه وخت ختم شي او هر چاته به یې د کولو اجازه ورکړل شي چې د کرونا وایرس خطر په بشپړه توګه ختم شي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال د حج په مراسمو کې یواځې په سعودي کې دننه لس زره کسانو په داسې حال کې ګډون کړی وو، چې د کرونا وایرس د مخنیوي تدابیر یې عملي کړي وو.

په سعودي کې تر اوسه درې لکه 31 زره کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او 5,569 تنه یې مړه شوي دي او درې لکه 13 زره تنه یې له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG