لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز: پر سیاسي مسئلو خبرې باید په جي ایچ کیو کې نه په پارلمان کې وشي


اسلام اباد ــــ د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره تر تړلي دې بیان وروسته- چې د پوځ په سیاست کې څه کردار نشته- د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي، پوځ ته پکار هم نه دی چې سیاسي فیصلې وکړي او د فیصلو اختیار باید چې پارلیمان سره وي نه له جي اېچ کیو سره.

د مخالفو ګوندونو په ټول ګوندیز کانفرنس کې د پوځ په سیاسي کردار له تنقید پس داسې خبرونه د حکومتي وزیرانو له خولې خور شوي وو چې تر دې کانفرنس وړاندې د ګلګت بلتستان په مسئله د پوځ مشر د سیاسي ګوندونو له پارلیمانی مشرانو سره په ملاقات کې ښکاره کړې وه چې پوځ په سیاست کې نه خو څه کردار لري او نه دلچسپی ځکه دې په پوځ داسې تنقید ونه شي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د ایون فیلډ په مقدمه کې عدالت ته له حاضرېدو وړاندې مریم نواز له مېډیا سره د خبرو په وخت ویلي دي چې ګلګت بلتستان سیاسي مسئله ده او سیاسي مسئلې باید په پارلیمان کې حل شي نه چې د پوځ په مرکز کې.

مریم نواز له جنرل قمر جاوید باجوه سره د سیاسي مشرانو له ملاقاته بې خبري ښودلې ده خو دا یې ویلي دي، نه خو د پوځ مشر ته پکار دی چې سیاسي مشران داسې ملاقاتونو ته ور وغواړي او نه سیاسي مشرانو ته پکار دی چې د سیاسي مسئلو د حل د پاره له پوځ سره ملاقاتونه وکړي.

مریم نواز په داسې حال کې له دې ملاقاته بې خبري ښودلې ده چې د دې تره او د مسلم لیګ صدر شهباز شریف هم د پوځ له مشر او د استخباراتي ادارې ای ایس ای له مشر جنرل فیض حمید سره په دې ملاقات کې موجود وو.

حکومتی وزیر شیخ رشید له دې ملاقاته د مریم نواز د ناخبرۍ په اړه وایي چې د مسلم لیګ نواز دوو مشرانو خواجه آصف او احسن اقبال له دې شریک ملاقاته پس له جنرل قمر جاوید باجوه او جنرل فیض حمید سره ځانګړی ملاقات هم کړی دی.

احسن اقبال د ای ایس ای مشر او د پوځ له مشر سره د ځانګړي ملاقات نه انکار کوي خو دا مني چې د ګوند له مشر شهباز شریف سره یو ځای د سیاسي مشرانو او جنرل قمر جاوید تر منځ ملاقات کې موجود وو.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وایي، د پوځ په بلنه سیاسي مشرانو په دې ملاقات کې شرکت کړی وو او هم د پوځ په غوښتنه د دې ملاقات تفصیل له مېډیا سره نه وو شریک کړل شوی خو وایي له ټول ګوندیز کانفرنس پس اوس د پوځ د خوښي د سیاستوالو په ذریعه غلط خبرونه خپرېږي.

تر ټول ګوندیز کانفرنس وړاندې شوي دې ملاقات په حقله حکومتي وزیران او سیاسي مشران وایي چې ملاقات د ګلګت بلتستان په مسئله راغوښتل شوی وو.

د رپوټونو تر مخه د پاکستان حکومت غواړی، ګلګت بلتستان ته د خودمختاره صوبې حیثیت ورکړي چې په یو وخت کې د کشمیر د ریاست برخه وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG