لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: عمران خاان چې د قامي سلامتیا په غونډه کې ګډون نه شي کولای استعفی دې ورکړي


اسلام اباد ــــ د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره تر سیاسي ملاقات وروسته د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري‌ ویلي دي چې د پوځ له خوا دا ملاقات د قامي سلامتیا په نامه شوی وو او د پوځ په غوښتنه دا ملاقات له میډیا پټ ساتل شوی وو.

د شورو- چارشنبې په ورځ په کراچۍ کې خبري کانفرنس ته د وینا په وخت بلاول بټو ویلي دي، باید چې د قامي سلامتیا په غونډه کې به وزیراعظم عمران خان هم شرکت کړی وو او که چېرې هغه د قامي سلامتیا په غونډو کې ګډون نه شي کولای نو د خپلۍ څوکۍ نه دې استعفا ورکړي.

بلاول بټو وایي په دې ملاقات کې د پوځ سرلښکر دا خواهش څرګند کړی دی چې باید په راتلونکو انتخاباتو کې د ټګۍ او درغلۍ لاره وتړل شي او وایي‌ دا کار سیاسي ګوندونه د انتخاباتي اصلاحاتو له لارې کولای شي.

د حکومتي وزیر شیخ رشید له خوا د دې ملاقات د معلوماتو د رسوا کولو په اړه بلاول بټو ویلي دي چې د پوځ په خواهش دا ملاقات پټ ساتل شوی وو، وایي هغه خلک چې شېخ رشید یې ویاند دی باید هغه غلی کړي ګنې د داسې غلطو بیانونو له وجې به ډېرې خبرې لانجمنې شي.

د پوځ د مشر او د سیاسي ګوندونو د مشرانو تر منځ د ملاقات تصدیق حکومتي وزیرانو او یو شمېر سیاسي مشرانو کړی دی خو تر اوسه د پوځ له خوا د دې ملاقات تفصیل نه دی جاري کړل شوی البته د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د چارشنبې- شورو په ورځ ویلي چې د مسلم لیګ د یو مشر محمد زبیر په غوښتنه جنرل قمر جاوید باجوه له هغه سره دوه ملاقاتونه کړي، چې پکې د نواز شریف او مریم نواز په اړه خبرې شوې دي.

مېجر جنرل بابر افتخار وایي، د پوځ سرلښکر په دې ملاقات کې د مسلم لیګ په مشر واضحه کړې ده چې د سیاسي مسئلو د حل دپاره پارلیمان او د قانوني مسئلو د حل دپاره عدالتونه موجود دي، پوځ دې له دغه شان معاملو نه لرې وساتل شي.

محمد زبېر چې د یو پخوانی جرنېل غلام عمر زوی او د مرکزي وزیر اسد عمر ورر دی، ددې ملاقات تصدیق کوي خو دا هم وایي چې د دې ملاقات مقصد د نواز شریف یا مریم نواز دپاره څه رعایت اخیستل نه وو.

په نواز شریف او مریم نواز د احتساب ادارې له خوا مقدمې روانې دي او عدالت نواز شریف فرار هم ګرځولی دی چې په لندن کې یې د هغه د نیولو لپاره مرکزي حکومت ته امر کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG