لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا پاکستان ته دخپل پیچلی شراکت دار په سترګه ګوري خو افغان سوله کې یې کردار هم مهم ګڼي


دامریکایي سینیټ دبهرنیو اړیکو کمیټې ته ولیم اي ټوډ ویلي چې په جنوبي ایشیاء کې پاکستان دامریکې یو پیچلی خو مهم شراکت دار هیواد دی اؤ واشنګټن غواړي اسلام اباد سره خپلې اړېکې ځائ ته راولي.

پاکستان کې دامریکا نوي سفیر ښاغلي ولیم اي ټوډ ویلي د افغان جګړې په ختمولو کې دپاکستان کردار اوس تر مخکې زیات مهم دی اؤ بین الافغاني مذاکراتو پیل کولو کې پاکستان ښه رول لوبولی دی.

دامریکایي سینیټ دبهرنیو اړیکو کمیټې ته ولیم اي ټوډ ویلي چې په جنوبي ایشیاء کې پاکستان دامریکې یو پیچلی خو مهم شراکت دار هیواد دی اؤ واشنګټن غواړي اسلام اباد سره خپلې اړېکې ځائ ته راولي.

هغه ویلي افغانستان کې دسولې ټینګښت د دواړو هیوادونو په ګټه دی اؤ ددې مقصد ترلاسه کولو دپاره امریکا اؤ پاکستان خپلو کې کوټلې همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه دسینیټ کمیټې ته ویلي چې دبین الافغاني خبرو په لړ کې اسلام اباد داسې زمینه مساعده کړه ترڅو افغان مشران اؤ طالبان خپلو کې سره مخ په مخ تاریخي خبرو اترو ته کښیني.

اوړمه ورځ دافغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دکانګریس کمیټې ته ویلي وؤ چې پاکستان د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ کړی دی او د دوو هېوادونو ترمنځ په یوې لوظنامې هم کار روان دی چې له مخې یې د دې دوو هېوادونو خاوره یو د بل په ضد نه شي استعمالېدی.

تر دوؤ کالو دمخه چې کله دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې هڅې نه وې پیل شوې امریکایي اؤ افغان چارواکو پرله پسې اسلام اباد ،کابل کې په مداخله تورنولو خو په دې وروستیو کې اوس واشنګټن اؤ کابل دواړه افغان سوله کې دپاکستان دهڅو اعتراف کوي.

د امریکا خاص استازي پخپلو خبرو کې دا هم ویلي وؤ چې په دوحه کې افغان اړخونه پخپل منځ کې خبرو ته ناست دي او د خبرو مشري هم پخپله د افغانانو په لاس کې ده، خو د هغوی فیصلې به د افغانستان سره د امریکا په راتلونکو مرستو اغیز ولري.

په قطر کې بین الافغاني مذاکرات شا وخوا لس ورځې مخکې پیل شوي خو تر اوسه مذاکرات په عملي توګه ندي پیل شوي او دواړه اړخونه یوازې د مذاکراتو په اجنډا، ضوابطو، او نورو مقدماتي جزییاتو به بحث لګیا دي.

د امریکا د دفاع وزارت یو مرستیال، ډېوېډ هېلوي هم د کانګرس غړو ته یې ویلي چې پنټاګان پخپل احتمالي پلانونو کار کوي چې که حالات د منلو وړ وي، د ۲۰۲۱ کال تر مئې میاشتې پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستانه راوباسي.

Recommended

XS
SM
MD
LG