لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د ګلګت بلتستان صوبې جوړېدو غندنه کړې، په ګلګت کې یې هم هرکلی او مخالفت شوی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د سیاسي او پوځي مشرانو تر منځ په تېرو ورځو کې د ګلګت بلتستان د لانجمنې سیمې په اړه غونډه کې وړاندیز شوی وو چې دا سیمه دې لنډمهاله صوبه جوړه کړل شي او تمه څرګندېږي چې وزیراعظم عمران خان به یې ژر اعلان وکړي.

د ګلګت بلتستان صوبې جوړولو په اړه له پوځ سره د غونډې که یوې خواته د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو غبرګون را پارولی خو بلې خواته دننه د هند د حکومت او په ګلګت بلتستان کې هم د دې وړاندیز مخالف هم شوی دی.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرکزي مشر احسن اقبال وایي له پوځ سره په دې غونډه کې یواځې د دې پلان په اړه ویل شوي، چې ګلګت بلتستان به بېله صوبه جوړېږي، خو وایي په دې اړه ورته نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سریواستو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په نوي ډیلي کې د پاکستان له خوا د ګلګت بلتستان د پینځمې صوبې جوړولو پر خبره کلک احتجاج کړی او ویلي یې دي چې د دې سیمې د حیثیت بدلولو په اړه پاکستان قانوني بنیاد نه لري.

د ګلګت د قانون ساز اسمبلۍ پخواني غړي شفیع خان د وي او اې ډیوه خبریال احسان محمد خان ته ویلي، د سیمې اوسېدونکي یې غواړي په آییني چوکاټ کې خپلواک حیثیت تر لاسه کړي، چې وایي تر ۷۲ کلونو وروسته یې هم دغه غوښتنه نه ده منل شوې:

"دا یو ډېر ښه پرمختګ دی، موږ د پاکستان له مشرانو ډېر مایوسه وو او اوس د دې اقدام هرکلی کوو، ځکه چې موږ پخپله خوښه له پاکستان سره یو ځای شوي وو، که ګلګت بلتستان آییني صوبه جوړه شي نو خلک به یې د نور پاکستان غوندې آییني حقونه ولري".

په ګلګت کې د مسلم لیګ ن، پیپلز ګوند او تحریک انصاف په شمول د نورو ګوندونو پلویان او سیاسي فعالان د پاکستان له خوا د ګلګت بلتستان د عبوري صوبې د ګرځولو ملاتړ کوي، خو بلې خواته د دې سیمې د ملتپالو ګوندونو نظر بدل ښکاري.

د بلاولستان نېشنل فرنټ ګوند مشر نواز خان ناجي وي او اې ډیوه ته وویل، ګلګت بلتستان یوه لانجمنه سیمه ده او د دې د حیثیت په اړه د پرېکړې واک د دې سیمې اوسېدونکو ته ورکول پکار دی:

"له پاکستان سره اوسېدل څه بده خبره نه ده او نه دا وایم چې داسې دې نه کېږي خو د هر څه یو طریقه کار وي، که د پاکستان په آیین کې شاملول وي نو بیا له بټو، یا له شریف فېملي یا له عمران خانه ولې پوښتنه کوئ، د دې لپاره باید د ګلګت بلتستان له خلکو پوښتنه وشي".

ګلګت بلتستان چې د پاکستان تر واک لاندې یو ځانګړی انتظامي چوکاټ لري، له جمو او کشمیر سره تړلې لانجمنه سیمه ګڼل کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG