لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس پولیس وايي په پېرس کې د ترهګرۍ برید یوه پاکستاني ځوان کړی


واشنګټن ــــ د فرانس پولیس وایي په پېرس ښار کې د جمعې د ورځې برید د ترهګرۍ پېښه ده او وایي په پېښه کې لاس لرونکی مشکوک بریدکوونکی یې نیولی چې وایي یو اتلس کلن پاکستانی دی او درې کاله وړاندې یواځې فرانس ته ورغلی وو.

د جمعې په ورځ یو تن په پېرس ښار کې د مشهورې طنزیه مجلې چارلي هېبډو پخواني دفتر ته نیژدې پر دوو کسانو د ټوکې (ساتول) په وسیله برید کړی وو او سخت یې ټپیان کړي وو،‌ چې پولیسو یې په تړاو اووه کسان نیولي وو.

پولیس وایي له دغو اووه کسانو تر پلټنو وروسته یې اصل بریدګر پېژندلی چې یو پاکستانی ځوان دی خو د هغه نوم یې نه دی ښوولی او دې پېښې ته یې د "اسلامي ترهګرۍ" نوم ورکړی دی.

د فرانس د کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمنین د فرانس-2 په نامه یوه ټیلیویژن ته د جمعې په شپه ویلي، په دې اړه څېړنه کوي چې د پېښې په تړاو د بریدګر د پس منظر نور معلومات هم را غونډ کړي.

د فرانس د ترهګرۍ ضد ادارې څارنوال ژان فرانسوا ریکرډ وایي، بریدګر هغه ښځه او سړی نه پېژندل چې له یوې ډاکومینټري جوړوونکې کمپنۍ سره یې کار کاوه او ده ورباندې برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر جیرالډ ډارمنین وایي، د پېښې مشکوک بریدګر پولیسو پخوا په کومه پېښه کې د "توندروه" په توګه نه دی پېژندلی خو وایي تېره میاشت په دې تور نیولی شوی وو چې پېچکش ورسره وو.

پولیس وایي د جمعې د ورځې د برید اصلي علت تر اوسه معلوم نه دی او په دې اړه یې لا پلټنې روانې دي چې آیا دا پېښه له چارلي هېبډو مجلې سره تړاو لري که نه.

په 2015م کال کې "اسلامپالو وسلوالو" د چارلي هېبډو مجلې پر دفتر برید کړی وو او 12 تنه یې وژلي وو، چې په تړاو یې د څورلس کسانو په ضد دا مهال د ترهګرۍ مقدمې روانې دي.

د حملې نه وړاندې چارلي هېبډو د پېغمبر اسلام خاکې خپرې کړې وې چې په یو شمېر مسلمانانو ملکونو کې یې مظاهرې راپارولې وې. د چارلي هېبډو په دفتر د حملې په لړ کې د نیول شویو کسانو مقدمې د شروع کېدو نه وړاندې مجلې هغه پخوانۍ خاکې بیا خپرې کړې وې.

تېره اوونۍ پولیسو د چارلي هېبډو مجلې د دفتر مشره له خپل کوره وروسته له هغه یو بل ځای ته ولېږدوله چې پر دفتر یې د برید په تړاو د نیول شویو کسانو په خلاف د مقدمې تر پیلېدو وروسته د مرګ ګواښونه ورته شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG