لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ښځو په اړه د طالبانو تتې او مبهمې تګلارې افغانې مېرمنې اندېښمنې کړي دي


واشنګټن ــــ په واشنګټن ډي‌ سي کې د افغان سولې لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پرله پسې دوو ویناوو کې له ښځو سره د طالبانو د ممکنه چلند په اړه ځوابونو افغان مېرمنې لا نورې اندېښمنې کړي‌ او وايي د 21 مې پېړۍ ډیموکرېټیک سیسټم د طالبانو تر "مبهم او مجهول شرعي نظام" بهتر ګڼي.

خلیلزاد د سپټمبر په 22مه د کانګرس غړو ته په وینا کې او بیا د سپټمبر په 24مه په واشنګټن کې د سولې څېړنیز انسټیټیوټ کې د کانګرس د ښځینه غړو او ځینو نورو مېرمنو پوښتنو ته د اطمینان وړ ځوابونه ونه ویل.

ښاغلي خلیلزاد دې پوښتنې ته نېغ په نېغه ځواب ونه وایه چې ولې د طالبانو د سولې په مذاکراتي ټیم کې ښځې نه دي شاملې خو ویې ویل، طالبانو ته یې ویلي‌ چې نننی افغانستان یعنې یو پرمختللی افغانستان باید قبول کړي.

خلیلزاد وویل "امریکا د ښځو د حقونو په اړه جدي ده او پکار دی چې د هغوی‌ نړیوال بشري حقونه په پام کې وساتل شي، امریکا به په راتلونکي کې هم د ښځو حقونو د خوندي ساتلو لپاره ځینې ګامونه په پام کې ونیسي".

په امریکا کې مېشته د مېرمنو حقونو یوه فعاله سپوږمۍ اکبرزۍ وايي "د سولې د پروسې او په پایله کې یې له تړونه د افغانانو خصوصاً د مېرمنو هیله دا ده چې د بشري حقونو، د جینیکو زدکړو، کاري‌ فرصتونه، د ټولنیز ژوند او سیاسي ازادي‌ او په ټوله کې ولسواکي خوندي وي".

سپوږمۍ اکبرزۍ په امریکا کې د ښځو د حقونو فعاله
سپوږمۍ اکبرزۍ په امریکا کې د ښځو د حقونو فعاله

سپوږمۍ اکبرزۍ وایي "طالبان باید د ډیموکراټیک نظام برخه وګرځي ځکه چې نننی افغانستان د یوویشتمې پیړۍ نړیوال سیاسي سیسټم ته د طالبانو تر مبهم او مجهول اسلامي نظام په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو او کلتوري چارو کې بهترې نسخې لري".

لکه څنګه چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د 2019م کال د فبرورۍ میاشتې له تړون وروسته او د سولې د روانو خبرو پر پروسې سربېره په افغانستان کې د یوه دوامداره سیاسي جوړجاړي امکانات لا نه دي روښانه، همداسې د افغانو مېرمنو راتلونکی هم نه دی واضح. د سولې په پروسه کې ښکېلې افغانې مېرمنې د سولې د تړون د ممکنه نتایجو په اړه اندېښمنې دي.

په کابل کې د افغانو ښځو د نېټورک مشره او د ښځو د حقونو مخکښه فعاله ماري اکرمي وايي، د افغانو ښځو تر ټولو لویه اندېښنه د سولې په پروسه کې د شفافیت نشتوالی دی چې ټولې فیصلې د بندو دروازو تر شا کیږي:

کابل کې د ښځو د حقونو مخکښه ماري اکرمي
کابل کې د ښځو د حقونو مخکښه ماري اکرمي

"د دې باوجود چې رسنۍ هم تللي او په ټولنیزو او نړیوالو رسنیو ډیر څه اورو خو کومې تمې چې افغانانو درلودې چې هر څه به ورته ښکاره وي هغسې نه دی. مونږ دې ته هم اندېښنه لرو چې د افغانو ښځو په حقونو معامله و نه شي ځکه د ښځو ګډون د سولې په پروسه کې ډېر کم دی".

افغانه ټولنیزه فعاله مرضیه نېکمل وايي امریکا او نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو مسئله سنجیده وګڼي او په دې اړه باید یوه کره تګلاره جوړه شي. مېرمن نېکمل خلیلزاد پرون هم په خپله وینا کې دوی ته تر یو حده ډاډ ورکړ چې د سولې د خبرو په وخت او له خبرو وروسته به هم د افغانو مېرمنو د حقونو پام ساتي‌، خو وایي‌ د امریکا له لوري په دې برخه کې یو جوړ شوی پلان یا سټرېټیجي غواړو:

"طالبانو د خپل رژیم پر مهال خپل امتحان ورکړی. افغانو ښځو ډېر څه زغملي تر دې چې کونډې مېرمنې چې په کور کې یې نارینه نه درلود نو له کوره بهر د وتلو اجازه یې پرته له محرمه نه درلود. مونږ ښځو ته د هغوی د بشري حقونو غوښتونکې یوو".

افغانه ټولنیزه فعاله مرضیه نېکمل
افغانه ټولنیزه فعاله مرضیه نېکمل

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته افغانو ښځو له 2001م کال راهیسې د تعلیم او کار په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او په ټولنيزو او اقتصادي چارو كې یې په دوامداره توګه فعاله ونډه اخیستې.

د ملګرو ملتونو، امریکا او نورو نړیوالو ادارو په مرسته ډیری ښځې د رهبرۍ، مدیریت او نورو څانګو کې روزل شوي. د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې لږ تر لږه 15 مېرمنې د وزیرانو او معینانو په کلیدي‌ څوکیو کې کار کوي او همداراز په پارلمان کې ګڼ شمېر مېرمنې غړیتوب لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې په بلجیم کې د "ځواکمنې ښځې او آباد افغانستان" په نامه یوه ناسته کې وویل چې افغانې ښځې د ژوند په هر ډګر کې فعال حضور لري، هغوی د وزیرانو، معینانو او کروندګرو په توګه فعالیت کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې افغانې ښځې به د ولسواکو ارزښتونو ساتونکې وي، هغوی به خپلې لاسته راوړنې وساتي، هغه به پراخې کړي او شاته تګ به ونه کړي.

د امریکې مرستندویه ادارې او د ملګرو ملتونو د پرمختیایيي راپورونو له مخه په افغانستان کې ښځو د تعلیم، اقتصاد، لوبو یا سپورټ، سوداګرۍ په چارو کې ډېر پرمختګونه او خپلواکي تر لاسه کړې ده.

د نړیوال بېنک د 2018م کال د رپوټ له مخې په افغانستان کې د جینکیو د تعلیم او لومړنیو زدکړو کچه تر 36 فیصده هم زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG