لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: صوبو قبايلي علاقو ته فنډ ور نه کړو، د افغانستان د سولې سره به قبايلي سیمه پرمختګ وکړي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د قبايلي سيمې دپاره چې صوبو په قامي مالياتي اېوارډ (اېن اېف سي) کې د درې فيصده برخې ورکولو ويلي هغه وعده یې پوره نه کړه. عمران خان وايي چې په افغانستان کې امن راشي قبایلي علاقه به ورسره پرمختګ وکړي.

عمران خان نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د قبايلي ضلعو مومندو او باجوړ سفر وکړو او په مومندو کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې يې وويل، هڅه کوو چې په قبايلي علاقو کې زياتې پېسې خرڅ کړو ځکه چې دغه سیمه ډېره شاته پاتې شوې ده.

"زمونږ په حکومت کې د راتلو نه وړاندې ټولو صوبو ويلي ؤ چې په اېن اېف سي کې به درې فيصده برخه قبايلي علاقې ته ورکوي خو او اوس صوبې نه دي تيارې، چې کومې وعدې يې کړې وې هغه پوره کړي"، هغه وويل يواځې د خېبرپښتونخوا حکومت دغه پېسې ورکړي دي.

عمران خان زياته کړه دوی په اېن اېف سي کې د شوې وعدې ترمخه د پېسو ترلاسه کولو هڅه کوي.

د پاکستان وزیراعظم په خپله وېنا کې وويل "دا زېری دی چې په افغانستان کې د سولې خبرې روانې شوي دي مونږ ټول د هغې دپاره دعا کوو چې دغه خبرې کاميابې شي، او که په افغانستان کې امن راغلو دا ټوله قبايلي علاقه به اباده شي او تر منځنۍ اسیا به تجارت روان شي".

هغه وويل په قبايلي علاقو کې په پوله کاروباري مارکيټونه جوړول کيږي د کوم سره چې به علاقه وده وکړي.

هغه زیاته کړه "د قبايلي سيمې او بلوچستان، پنجاب او سيند ځينې علاقې چې شاته پاتې شوي دي، په هغو کې قبايلي علاقې په سر کې دي. زمونږ دریځ دی چې کومې علاقې شاته پاتې دي ټوله پاملرنه به هغو ته وي".

هغه د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان ته باور ورکړو چې د قبايلي سيمې دپاره به ورسره پوره پوره مرسته کوي.

عمران خان په باجوړ کې وويل د علاقې ټولو خلکو ته به د صحت کارډ ورکوؤ، چې پرې يوه کورنۍ د کال په سر د اووه لکه روپو علاج کولی شي.

د سرکاري ميډيا ترمخه وزیراعظم په مومندو کې د نحقي ټنل او شېخ زېد روغتون پرانسته وکړه او په باجوړ کې يې د تېمرګرې، خار باجوړ مامدګټ د سړک بنياد هم کېښودو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG