لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قرېشي: د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوو، د ازادۍ درناوی یې کوو


واشنګټن ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د بشپړ ملاتړ باور ورکړی او اسلام اباد ته ورغلي د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شور مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د پاکستان مننه کړې چې وایي د افغان سولې په خبرو کې یې مهم رول تر سره کړی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله او شاه محمود قرېشي دواړو د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سټرېټیجیکو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته ویناوې وکړې. ډاکټر عبدالله وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ او توندروۍ له ګڼو خطرونو سره مخ دي او باید په ګډه یې د مخنیوي لپاره کار وکړي:

"موږ اوس اړتیا لرو چې د معمول تر بیانونو او دسیسه یي تیوریو را تېر شو چې موږ یې پر شا کړي یو، موږ نور روایتي کارونه نه شو زغملای، موږ نویو کړنلارو ته اړتیا لرو او زموږ خلک له موږه دا غوښتنه کوي".

ډاکټر عبدالله وویل نور به د افغانستان پر خاوره د ترهګرۍ پل پرې نه ږدي او نه به چاته اجازه ورکړي چې د افغانستان له خاورې کوم بل هېواد ته خطر پېښ کړي. ډاکټر عبدالله ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید نور تر خپل منځ په هره برخه کې د دوه اړخیز احترام په بنیاد همکاري وکړي:

"پاکستان او افغانستان له بېلابېلو ترهګرو ډلو سره مخ شوي او د امن په لاره کې یې ډېر تاوانونه ګاللي دي او اوس هم دغه ډلې د معاملاتو د خرابولو هڅې کوي، موږ باید د داسې عناصرو په ضد په ګډه کار وکړو".

غونډې ته په وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وویل، په بین الافغاني خبرو کې چې هر ډول پرېکړه افغانان وکړي پاکستان ته به د منلو وړ وي. نوموړي وویل د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل اسان کار نه وو او اوس چې خبرې پیل شوې دي دا بې د سیمې د هېوادونو له همکارۍ پر مخ نه شي تلای:

"موږ امن او ارامۍ ته اړتیا لرو او زموږ [د پاکستان او افغانستان] امن او ارامي سره تړلي دي. زه واضح بیغام ورکول غواړم چې موږ هیڅ خوښې نه لرو او نه غواړو چې ستاسې په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړو، موږ ستاسې د حاکمیت، ازادۍ او مځکني تمامیت درناوی کوو".

شاه محمود قرېشي هم د چا له نوم اخیستو پرته وویل چې ځینې عناصر د افغان سولې بهیر خرابول غواړي چې باید نظر ورباندې وساتل شي او وایي ډېر داسې هم شته چې "د جګړې له اقتصاده" یې ګټه تر لاسه کړې ده، خو وایي اصل لاره همدا د سولې ده چې د خبرو له لارې سیاسي حل ورته ولټول شي:

"نن په تشدد کې کموالی د ډزبندۍ لپاره لاره هواروي او ډزبندي د امن لپاره مخکینی شرط او ډېره ضروري ده".

ډاکټر عبدالله او شاه محمود قرېشي د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت او اقتصاد په برخه کې پر دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه کولای شي تر بشپړې ارامۍ وروسته خپل تجارت د منځنۍ اېشیا له لارې نورې نړۍ ته هم وغزوي.

شاه محمود قرېشي وویل د وزیراعظم عمران خان او ولسمشر اشرف غني تر منځ د ستمبر پر 25مه ټیلیفوني خبرې ډېرې مثبتې وې او وایي ولسمشر غني عمران خان ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه چې وایي هغه ومنله او افغانستان ته به سفر کوي.

XS
SM
MD
LG