لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د مشال خان د وژنې په مقدمه کې فېصله محفوظ کړې


د پېښور هايکورټ د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان د قضيې فېصله محفوظ کړې او د فېصلې اورولو دپاره يې نېټه نه ده ټاکلې.

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان کورنۍ غوښتنه کوي چې دوی ته دې انصاف ورکړی شي.

د مشال خان پلار اقبال خان وايي، د وکيلانو د لارې عدالت ته ټول ثبوتونه وړاندې کړی شوي خو اوس دوی غواړي او په تمه دي چې انصاف ورته ورکړی شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل دوی که د مشال خان د وژنې په قضيه کې د عدالت څخه نه وي مطمئن، نو بله لار ورسره هم نشته.

هغه زیاته کړه دوی هر څه د عدالت په وړاندې په ډاګه اېښودي دي.

د مشال خان د وژنې په قضيه کې د عدالت لخوا د فېصلې محفوظ کولو په اړه فضل خان اېډوکېټ وايي، دوی د اقبال خان او د مشال د کورنۍ لخوا پېښور هايکورټ ته اپيلونه کړي وو، چې وړاندې کومه فېصله شوې وه چې په مقدمه کې 26 ملزمان بري کړی شوي، 25 ته څلور څلور کاله سزا اورول شوې، اووه ته د عمر قېد يا 25 کاله بند او يو تن ته پکې د مرګ سزا اورول شوې وه.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی د دغه فېصلې پرضد هايکورټ ته خواستونه کړي وو چې دغو ټولو ته دې د مرګ سزا واورول شي ځکه چې دوي ټولو د مشال خان په وژنه کې یو شان کردار ادا کړی ؤ.

فضل خان وويل، بل طرف ته سزاوار شوؤ کسانو هم اپيلونه کړي وو چې دوی دې بري کړی شي..

هغه وويل درې اوونۍ د دغو خواستونو اورېدنه وشوه او ججانو هغه ويډيو هم کتلې د کوم په اساس چې دغه مقدمه جوړه شوې وه.

د کال 2017 د اپرېل په 13 د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالزم د څانګې په زده کوونکي مشال خان د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی او په تشدد وژل شوی ؤ، په هغه تشدد کوونکي زياتره د پوهنتون زده کوونکي وو.

پوليس په خپلو پلټنو کې په مشال لګېدلی تور دروغژن ګرځولی ؤ او د هغه وژونکو پرضد بيا مقدمه پېل شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG