لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپریم کورټ مشر قاضي وایي د بې درکه خلکو ستونځه ډېره لویه ده او حل کول غواړي


واشنګټن ــــ د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي ګلزار احمد وایي، په هېواد کې د بې درکه خلکو ستونځه ډېره لویه ستونځه ده، چې وایي سپریم کورټ به یې په حل کولو کې خپل قانوني رول تر سره کوي او پر دې موضوع له چا سره جوړجاړی ونه کړي.

د چیف جسټس تر خبرو وروسته نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د سپریم کورټ په کوټه رجسټري کې د پینځو جبري بې درکه کسانو د مقدمې اورېدنه شوې، چې عدالت د پولیسو په وړاندې کړي‌ رپوټ بې اطمیناني څرګنده کړې او امر یې کړی چې دغه پینځه تنه دې په دوو اوونیو کې وموندل شي.

قاضي ګلزار احمد د شورو- چارشنبې په ورځ د بلوچستان د وکیلانو د اتحادیې له خوا د کوټې په هایکورټ کې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې په ډاډ سره وویل، چې د پاکستان عدالتونه خپلې چارې په ازادۍ تر سره کوي او هیڅ لاسوهنه پکې نه کېږي:

"کله چې هم د کومې حکومتي ادارې له خوا د چا پر بنیادي حقونو برید کېږي او موږ ته درخواست را رسېږي موږ یې د مخنیوي لپاره د حل لاره لټوو".

د سپریم کورټ چیف جسټس وویل، د خلکو د جبري بې درکۍ ستونځه اوس یواځې تر بلوچستانه محدوده نه ده بلکې د پاکستان ټولو صوبو ته غزېدلې ده. ستر قاضي ګلزار احمد وویل، اوس هم لا ډېر خلک بې درکه دي:

"د عدالتي هڅو له کبله ډېر بې درکه خلک موندل شوي او خپلو کورونو ته رسول شوي دي، اوس هم ډېر خلک بې درکه دي، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه هم موږ ته د دې مقدمه پرته ده موږ به یې ګورو او خپله فیصله به ورباندې کوو، په دې برخه کې هیڅ جوړجاړی نه منو".

مشر قاضي ګلزار احمد وویل، د خلکو سپکاوی ډېره د ویر خبره ده او وایي هیڅ یوې ادارې ته به اجازه ور نه کړي چې د خلکو بې عزتي وکړي. چیف جسټس وویل، پر خلکو خپل عزت ډېر ګران دی او د دوی د عزتِ نفس ژغورنه پکار ده.

د بې درکه خلکو د مقدمې په اړه د سپریم کورټ نننۍ اورېدنه په کوټه کې د درې کسیز عدالتي بېنچ له خوا شوې چې ستر قاضي ګلزار احمد، جسټس اعجازالاحسن او جسټس فیصل عرب پکې شامل دي.

د اورېدنې په مهال د بلوچستان د پولیسو یوه مشر ایس ایس پي غلام اصغر عدالت ته ویلي، پولیس د دې خبرې په معلومولو نه دي توانېدلي چې آیا دغه پینځه تنه بې درکه کړل شوي دي او که تښتول شوي دي.

د اورېدنې په مهال چیف جسټس ګلزار احمد پولیس مشر مخاطب کړی او هغه ته یې ویلي، خلک بې درکه کېدل او کورنۍ یې په پولیسو پسې منډې وهلې چې مقدمه یې درج کړي، خو "تاسې په دې نه پوهېږئ چې څرنګه ددغو مقدمو پلټنه وکړئ. د بې درکه خلکو مقدمه باید د پولیسو له خوا درج شوې وای چې نه ده درج شوې".

د دغو پینځو بې درکه خلکو د مقدمې اورېدنه تر څلورو اوونیو پورې وځنډول شوه او عدالت د بلوچستان د پولیسو مشر محسن عباس بټ ته امر وکړ، چې راتلونکې اورېدنې ته- چې په اسلام اباد کې به کېږي- د ویډیو لینک له لارې حاضر شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG