لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د ابادۍ لس فيصده برخه د زيړي د ناروغۍ څخه اغېزمنه ده، چارواکي وايي


په بلوچستان صوبه کې د زيړي د ناروغۍ [هېپاټايټس فري بلوچستان] د سرکاري پروګرام مشره ګل سبين کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل د بلوچستان لس فيصده آبادي له وايرل زيړی/ ژړي څخه اغېزمنه ده.

د 2017م د سر شمېرنې يا مردم شماري ترمخه د بلوچستان ایالت آبادي شاوخوا يو کروړه 23 لکه نه سېوا ده.

له هم دې حسابه په بلوچستان کې درويشت لکه څلور دېرش زره تنه د زيړي په ناروغۍ اخته دي.

د اغلې کاکړې په خبره د زيړي درې ډوله دي، بي، سي او ډي. او وايي په تېرو دوو کلونو کې يې د 30زرو نه سېوا د زيړي د ناروغانو درملنه کړې ده.

"په تېرو دوو کالو کې مو د تور ژړي پنځلس زره ناروغانو او د زيړ ژړي د دولس زره ناروغانو علاج او درې زره هغه ناروغانو علاج مو هم کړی دی کوم چې د کو يا ګډ هېپاټايټس ناروغان وو".

د ډاکټرې په خبره په بلوچستان کې د زيړي زيات ناروغان په ژوب، لورالايي، سیوۍ [سبي]، نصير آباد، کوهلو ، بارکهان موسی خېل او ډېره بکټي ضلعو کې دي.

هغې وويل مونږ د دې مرض د مخنيوي لپاره د بلوچستان ايالت د ټولو ضلعو په سرکاري روغتونو کې مفت ټېسټونه کولو مرکزونه خلاص کړي دي او په تېرو دو کالو کې مو د زيړ زيړي شپږ لکه اتلس زره مريضانو ته د زيړي ضد واکسينونه هم ورلګولي دي ".

د اغلې په خبره "کوم څوک چې واکسين شي هغوی ته بيا زيړی نه کيږي ، د هېپیټايټس سي واکسين لا تر اوسه ندي جوړ شوي".

د بلوچستان د طب پوهنتون د مېډيسن پروفېسر او معروف ډاکټر سيد خالد شاه ډيوه ته وويل " کومه مور چې ناروغه وي د هغې ټول اولادو زيړی وي ، د نايانو په دوکانو کې بيا بيا یو بلېډ استعمالول، يوه ستن ډيرو ناوغانو ته لګولو ، په يو مشين خالونه يا ټېټوز جوړول د دې ناروغۍ د لګېدلو سبب ګرځي ".

د هغه په خبره "دا ناروغي ځيګر/ ا ينه اغېزمنه کوي، بډوګي خرابوي ، په نس کې اوبه پيدا کوي او کله چې دا ناروغي زياته شي دماغ هم اغېزمن کوي ،د دې ناروغي علامات دا دي چې وينه کمه شي ، کمزوري محسوسه کېږي ، ستړيا وي ، خوا ګرزيدل ، خوړلو ته زره نه کيدل ".

د ګل سبين کاکړ په خبره د زيړي ناروغان تر نورو خلګو په اسانښ سره کرونا کيدلی شي، ولې چي د دې ناروغانو اميون يا قوت مدافعت کمزوری وي يوازي کرونا نه بلکه هر ډول ناروغي پرې زر اثر ورباندې کوي.

د اغلې په خبره د آغاخان پوهنتون کراچۍ د يوې څيړنې مطابق زيړی تر کرونا څلور فيصده زيات خطرناکه ناورغي ده په پاکستان کې هره ورځ په زيړي اخته درې نيم سوه خلک مري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG