لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ننګرهار کې چاودنې 55 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې چاؤدنه شوې چې پکې لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي او د 40 نه ډېر ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې لومړی چاودنه شوې او وروسته څو تنو بریدګرو ولسوالۍ ته د ننوتلو هڅه کوله چې د افغان ځواکونو له لوري ووژل شول.

د ترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې په دې برید کې ملکي وګړي په هدف شوي دي.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې په دې برید کې 13 ملکيان وژل شوي او 38 ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په داسې حال کې چې به قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې هم پیل شوي خو تر اوسه د بریدونو او چاودنو د مخنیوي په لارو چارو دواړه خواوې نه دي صلاح شوي.

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د خبرو له پیله درې اوونۍ تېرېږي خو تراوسه هم کوم مهم پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وړاندې له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې ځینې خنډونه چې د دوحې خبرې یې ځنډنۍ کړې وې تر ډېره لرې شوي دي.

که څه هم د ملي شورا مشر عبدالله عبدالله دغه خبره کړې خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ په مسايلو موافقه نه لیدل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG