لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې بريد او چاؤدنې مرګ ژوبله اړولې


په کابل کې نن لومړۍ پېښه د بګرامیو ولسوالۍ اړونده سیمه کې شوې ده چې له امله یې دوه څارنوالان وژل شوي دي او بله پېښه بيا د کابل ښار د رحمان بابا مینې په مربوطاتو کې چاؤدنه شوې يو تن پکې وژل شوی دی.

د وي او ای ډیوه د خبريال حقمل روان د خبر ترمخه ناپېژانده وسله والو د بګرامیو ولسوالۍ اړونده سیمه کې د سړک په منځ کې د څارنوالانوپه موټر برید کړی او تر برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

له دې بیا لږ وروسته د کابل ښار د رحمان بابا مینې په مربوطاتو کې هم اطلاعاتو د لاسرسي د کمېشن د يو غړي حمدالله ارباب په ګاډي چاودنه شوې ده.

د حمدالله ارباب پر فیسبوک پاڼه لیکلي ، چې نن سهار د کابل ښار ، رحمان مېنې اړوند سیمه کې د نوموړي په موټر هغه مهال د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

وروسته نوموړي ويلي د ډرايور د مړينې خبر ورکړی دی.

ددې دواړو بریدونو زمه واري تر دې مهاله کومې ډلې پرغاړه نه ده اخېستی.

په ورته وخت کې په بګرامیو کې خلکو بیا لاریون کړی دی او حکومت یې د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې ناکام بللی دی.

تېره ورځ د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې هم د موټر چاودنې له امله د یوې میرمنې او څلور ماشومانو په ګډون 13 ملکي وګړي او یو امنیتي سرتېری ووژل شوي او د څلورو امنیتي منسوبینو په ګډون 42 ملکیان چې په کې ماشومان او سپین ږیرې هم شامل دي، ټپیان شوي وو.

د یو بل خبر له مخې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تېر ماښام د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو ځانمرګي بریدکوونکي چې غوښتل یې د موټربم په وسيله د ملي اردو پر یوه پوسته برید وکړي، موخې ته تر رسېدو وړاندې د ملي اردو سرتېرو لخوا پېژندل شوی او له منځه وړل شوی دی.

یاد وزارت زياتوي چې په دغه برید کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې هم مهاله د جنګ د دوو خواوو افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې هم روانې دي، خو تر اوسه د جنګ د اودریدو او اوربند پر مسایلو توافق نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG