لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب: بین الافغاني خبرو کې بهرنی نه شته او نه باید د فرورۍ د 29مې تړون پر افغانانو مسلط شي


واشنګټن ــــ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي په قطر کې پیل شوي د سولې بین الافغاني مذاکرات یواځې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ کېږي او بل هیڅ بهرنی منځګړی پکې برخه نه لري او نه ورته اړتیا شته.

ښاغلي محب د نهې- سه شنبې په ورځ په قطر کې رسنیو ته ویلي، افغان حکومت نه غواړي چې د امریکې او طالبانو تر منځ د شوي تړون شرایط پر افغان ولس مسلط شي او وایي چې له طالبانو سره د خبرو په نتیجه کې یوه نوې پروسه لیدل غواړي:

"موږ په دې موقع [د امریکې او طالبانو تر منځ‌ تړون] دومره مهم نه ګڼو، ځکه چې موږ په هغه تړون کې شامل نه وو او موږ نه غواړو د هغه تړون شرایط پر افغانانو مسلط شي، ځکه چې موږ په هغه پروسه کې شامل نه وو".

بل لور ته درو رسمي سرچینو رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې د طالبانو او افغان حکومتي مذاکراتي ډلې پر یوه ضابطه اخلاق یا تګلاره سره سلا شوې دي چې په مذاکراتو کې د خبرو د ځنډېدو مخه ونیسي.

سرچینې وایي په خبرو کې پرمختګ د امریکایي چارواکو په مرسته راغلی او دواړو مذاکراتي ډلو 19 بنیادي اصولونه تیار کړي چې د خبرو په وخت به په پام کې نیول کېږي.

حمدالله محب وایي د قطر په روانو خبرو کې امریکا مخامخ برخه نه لري، بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر سکاټ میلر په قطر کې له ولسمشر غني سره لیدلي او د افغانستان او د سولې د بهیر د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

د طلوع نیوز د خبر له مخې حمیدالله محب ویلي، زلمي خلیلزاد پخپله دا ذکر کړی چې په دوحه کې روانې اوسنۍ خبرې مخامخ د افغانانو تر منځ دي او وایي د دوی تر منځ د خبرو په کوټه کې کوم بهرنی کس نه شته:

"د خبرو اوسنی پړاو د دوو ډلو تر منځ دی، که موږ هر تړون ته سره رسېږو هغه عمل باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي، ځکه نو موږ داسې څوک نه شو پکې شاملولای چې د خبرو برخه نه دی".

په قطر کې له بین الافغاني خبرو سره سره په افغانستان کې د تشدد پېښې هم روانې دي او په تېرو څو اوونیو کې د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر افغان پوځیان او طالبان په مخامخ بریدونو او عملیاتو کې وژل شوي او ګڼ شمېر عام خلک هم پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو د تګلارې ټاکلو په اړه تر اوسه اوو غونډې شوې دي خو لا یې مخامخ خبرې نه دي پیل کړې او د رسنیو په وینا د دواړو تر منځ اختلاف د طالبانو پر دوو غوښتنو دی، چې غواړي خبرې د حنفي فقې او د امریکې او طالبانو د تړون په بنیاد وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG