لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: په اته مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو 182 پېښې رپورټ شوي دي


په خېبرپښتونخوا کې د پوليس شمېرې ترمخه د روان کال په لومړو اته مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو د 182 پېښو مقدمې درج شوي او په دغو پېښو کې تورن 235 کسان نيول شوي هم دي.

د خېبرپښتونخوا پوليس په صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو په اړه شمېرې تاييدوي خو وي او ای ډيوه ته يې په دغه اړه نور تفصيل نه دی ویلی.

د پوليس شمېرو ترمخه د ماشومانو سره د جنسي تيريو په 182 پېښو کې تر ټولو زياتې په ډېره اسماعيل خان ضلع کې رپورټ شوي چې شمېره يې 34، په پېښور کې 26 او مردان کې 19 پېښې رجسټرډ شوي دي. خو په يادو شمېرو کې په صوبه کې د ورګډو شوؤ قبایلي ضلعو شمېرې نشته.

د ځايي ميډيا ترمخه په يادو پېښو کې څلور ماشومان د جنسي تيريو د پېښو وروسته وژل هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي د ماشومانو سره د جنسي تيريو د پېښو په لړ کې د اندېښنې خبره دا ده چې په دې پېښو کې زياتوالی ليدل کيږي خو ورسره وايي بیا دا ښه خبره ده چې دا پېښې اوس رپورټ کيږي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په دغو پېښو کې بيا زیاته د خفګان خبره دا ده چې د جنسي تيريو د پېښو زياتره د يو کال نه د پينځه کالو پورې عمر ماشومان ښکار کيږي او زياته شمېره پکې د هلکانو وي.

نوموړی د دغه عمل د مخنيوي دپاره په موجودو قوانينو ټکونه کوي او زياته يې کړه چې کوم قوانين موجود دي هغه هم پوره په عمل کې نه راوستل کيږي ځکه په دغو پېښو کې ککړ کسان د سزا نه بچ شي.

ديني عالم مفتي محمد اسماعيل بېټني وايي د ماشومانو سره د جنسي تيري عمل د انسانيت نه بهر دی بايد علما او ميندې پلاران په دغه لړ کې رول ولوبوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل ميندې پلاران بايد د ماشومانو خيال وساتي او علما دې په دغه اړه ويناګانې وکړي چې خلک د دغه ناوړه عمل نه ډډه وکړي.

هغه وويل ميندي پلاران دې په ځانګړي ډول د دې خبرې خيال وساتي چې خپل ماشوم چاته سپاري او ورسره ماشومان هم خبر کړي چې څوک ورسره دغه ډول حرکت کوي خپل کور والا دې پرې خبروي.

په قانون د پوره عمل نه کېدو په اړه وي او ای ډیوه د خېبرپښتونخوا د حکومتي چارواکو سره د خبرو هڅه کړې خوځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ستمبر په میاشت کې ويلي ؤ "د هغه په نظر، کوم کسان چې په جنسي تيريو کې ککړ وي پکار ده چې دغه کسان په ښکاره تېزندي کړی شي او يا خصيان کړی شي، هغو ته دې دا سزاګانې ورکړی شي".

د وزیراعظم په دغه بيان تاوده بحثونه شوي او ویل شوي ؤ چې د دغه سزاګانو سره جرمونه نه کمیږي او پيپلز ګوند ویلي ؤ په ښکاره خلکو ته د تیزندۍ سزاکانې د پخواني پوځي امر ضیاالحق په وخت کې هم وې خو د سختو سزاګانو باوجود جرمونه د کمیدو پرځاې زیات شوي وو.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو ته د لاسرسي د ادارې د شمېرو ترمخه په تېر 2019م کال کې په ماشومانو د جنسي تېري 185 پېښې شوې وې چې پکې 135 کم عمره هلکان او 50 ماشومې جينکۍ شامل وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG