لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونېر کې په دوکانونو ليک دړې په پښتو کې ليکل شوي


د خېبرپښتونخوا په بونېر ضلع کې په بهايي نومې کلي کې په دوکانونه ليک دړې یا ساين بورډونه په پښتو ژبه ليکل شوي، ځايي خلک وايي د دغه لارې خپلې مورنۍ ژبې ته وده ورکول غواړي چې عام خلک هم ليک، لوست په پښتو ژبه پېل کړي.

د بونېر ضلعې په بهايي نومې کلي کې دغه کار ځايي ځوانانو پېل کړی او دوی وايي مالي مرسته يې په متحده عرب اماراتو کې يې د پښتنو يو تنظیم کړې ده.

د بهايي کلي يو تن نسيم الحق وايي، قامونو په مورنۍ ژبه کې پرمختګ کړی ځکه په بهايي کلي هم ځوانانو دغه ګام اخستی دی.

کومو ځوانانو چې په دوکانونو په پښتو ژبه کې ليکل کړي د دوکاندارانو په خوښه یې کړي دي.

په بهايي کلي کې د سيکهـ مذهب منونکي موهن لال په درمل ځای يا کلېنک هم په پښتو کې ليکل شوي او هغه وايي وياړي چې د پلار، نيکه راهسې پښتو ژبه وايي او هغه پښتون دی.

وقاص افغان چې په دوکانونو په پښتو ژبه کې د ليک دړو په کار کې برخه اخلي وايي، د دوی د دغه کار مقصد د ژبې عام کول او پرمختګ کول دي.

په ټولنیزو رسنیو د دغه ګام ستاينه شوې او خلکو ویلي بايد دغه لړۍ نوره اوږده شي.

په باچا خان پوهنتون کې د پښتو څانګې مشر ډاکټر محب وزير وايي" بايد دا عمل بايد چې په حکومتي کچ شوی وی، او دا چې اوس په ولسي کچ پښتنو په خپله دې ته توجه راګرځولې، د دوی دا کار ډېر د ستايلو وړ دی او هغه يې په خپله ستاينه کوي.

خو ډاکټر محب وزير وايي دا يوه هڅه ده او زياتوي "زه ورته ډېر خوشبينه نه يم ځکه چې پښتو ژبه په رياستي کچه يا نصاب کې نه وي راوستل شوي او دغه ډول کارونه په رياستي کچه نه وي شوي، په يو کلي يا خاص علاقو کې په دوکانونو يا نورو ځايونو د پښتو ليکلو دا لړۍ به ډېره اوږده پاتې نه شي، البته دا کار دې وستايل شي او دوام دې ورته ورکړی شي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG