واشنګټن ـــ د امریکا نایب صدارتي کاندیدانو تر منځ ګڼ اړخیزه مباحثه د صدر ټرمپ، لومړۍ مېرمن میلیانیا ټرمپ او د واېټ هاوس د نورو کسانو په کرونا اخته کېدو تر اثر لاندې وه. کماله هېرس اوویل د صدر ټرمپ کرونا وبا ته ځواب ویجاړونکی وو:
"امریکایانو د هیواد په تاریخ کې د یو صدارتي انتظامیې ناکامي په خپلو سترګو ولیدله".
مایک پینس وویل چې داسې نه ده او زیاته یې کړه چې د کرونا د مرکز چین نه د جنورۍ په میاشت کې د خلکو په سفر بندیز د وایرس خورېدل ډېر کم کړي:
"یو ځل بیا امریکایان د دې مستحق دي چې خبر شي، جو بایډن د صدر ټرمپ له خوا د چین نه په سفرونو د بندیزو مخالفت کاوه".
مایک پینس وویل صدر ټرمپ د کرونا ټیسټونه پراخه کړل او د وېکسینو لپاره یې فشار سېوا کړ، خو کماله هېرس بیا د صدر ټرمپ له خوا په توندۍ د وېکسینو په جوړولو پوښتنې راپورته کړې:
"که ډاکټران مونږ ته ووايي چې وېکسین واخلئ زه به لومړۍ یمه چې دغه وېکسین به اخلم او خامخا به یې اخلم خو که چېرې صدر ټرمپ مونږ ته ووايي چې دغه وېکسین واخلئ نو زه به وېکسین نه اخلم".
د دې خبرې په ځواب کې مایک پینس کماله هېرس ته وویل: "د خلکو په ژوند سیاست کول پرېږدئ. حقیقت دا دی او زمونږ یقین دی چې د دې کال تر اخیره پورې به مونږ وېکسین تیار کړي وي".
کرونا وبا د امریکې اقتصاد هم اغېزمن کړی، خو کماله هېرس وویل مسله د وبا د خورېدو وړاندې شورو شوې وه:
"د چین سره د اقتصادي جنګ له سببه، امریکایانو درې لکه نوکرۍ وبایللې"، خو مایک پینس یو ځل بیا د هغې خبره رد کړه او ویې ویل چې داسې نه ده:
"د چین سره مو اقتصادي جنګ بایللی؟ جو بایډن کله هم داسې جنګ نه دی کړی. بایډن د تېرو څو لسیزو راهیسې د چین د کمیونیسټ پارټۍ خوښوونکی دی".
د دواړه خواوو لپاره یوه بله لانجه د صدر ټرمپ د انتظامیې له خوا د سپریم کوټ د جسټس روټ ګېنزبرګ له مرګ وروسته د خالي شوې څوکۍ لپاره د محافظه کارې قاضي اېمي بیریټ ټاکنه ده. د ایموري پوهنتون یو سیاسي څېړونکی اېنډرا ګېلپسي وايي د نایب صدرانو لوی کار له خطا ځان ساتل وي چې صداران په مشکل کې وا نه چوي:
"زما په فکر دوی څه قسمه زیان نه دی رسولی. اوس چې مایک پېنس په یو داسې ځای دی چې د تلونکې انتظامیې برخه هم ده، نو هغه به د ناکامیو ځواب ورکوي او د ټرمپ انتظامیې کامیابۍ به هم یادوي".
خو د رېنډولف مېکن کالج یو بل څېړونکی ریچ مېګار زیاتوي د نایب صدارت د امیدوارانو دا مباحثه دا وار ډېره مهمه ده:
"خلک نایب صدر ته ووټ نه ورکوي. دوی صدر ته ووټ اچوي خو دا کال جدا کیسه ده. د امریکا تر ټولو زاړه مشران کاندیدان دي. یو کاندید موجوده صدر دی چې په یوه ډېره خطرناکه ناروغۍ اخته شوی".
دواړه نایب صدارتي کاندیدان به د صدر د ناروغۍ او د مرګ په صورت دې ته تیار وي چې د صدر څوکۍ سنباله کړي.
د ګڼو امریکایانو په نظر کې دا یو دروند مسئولیت دی، چې په یو شمېر ایالتونو کې یې د وړاندې نه رایې اچونه پېل کړې ده.