لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د شهباز شریف او کورنۍ د غړو نومونه د سفري بندیزونو نوملړ ته واچول


واشنګټن ــــ د پاکستان مرکزي حکومت وروسته له هغه چې پخواني وزیراعظم نواز شریف پر حکومت، پوځ او عدالت په وروستیو کې تنقیدونه زیات کړي، د هغه د ورور او د پاکستان د اپوزیشن مشر شهباز شریف او د هغه د کورنۍ د غړو نومونه د سفري بندیزونو نوملړ ته اچولي دي.

په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو له خوا د حکومت په ضد د پاکستان جمهوري موومنټ (پي ډي ایم) تر جوړېدو وروسته چې نواز شریف پر پوځ او حکومت نیوکې پیل کړې دي، د پاکستان په سیاسي ماحول کې تودوالی راغلی دی. نواز شریف پخپله تازه وینا کې ویلي:

"د عمران راوستونکو تاسې به د دې جواب ورکوئ، تاسې کور ته نه شئ تلای، موږ به له تاسې جواب اخلو، موږ به تر هغو پر شا نه شو چې جواب مو نه وي تر لاسه کړی".

د رپوټونو له مخې د شهباز شریف نوم مخکې له مخکې اې سي ایل ته اچول شوی وو، خو نن مرکزي کابینې منظوري ورکړې او د هغه د ښځې او دوو لوڼو په ګډون یې د هغه د کورنۍ د لسو تنو نومونه د سفري بندیزونو نوملړ ته اچولي دي.

پر شهباز شریف او کورنۍ یې په داسې وخت کې سفري بندیزونه لګېدلي چې اپوزیشن ګوندونه د تحریک انصاف د حکومت په ضد د اکتوبر پر 16مه د پنجاب په ګوجرانوالا ښار کې خپله لومړۍ جلسه کوي.

د پاکستان د احتساب ادارې د ستمبر پر 28مه شهبازشریف په لاهور ښار کې نیولی وو، چې لا هم په جېل کې بندي دی او پر هغه د پیسو د غیر قانوني انتقال او تر آمدن د زياتو اثاثو لرلو تورونه لګېدلي دي.

د احتساب ادارې د مقدمې له مخې تر 1998م کال پورې د شهباز شریف او د هغه د اولادونو د اثاثو ملکیت یو کروړ اته لکه روپۍ وو، خو وایي له 2008م تر 2018م کال پورې- چې شهباز شریف د پنجاب وزیراعلی وو- په لسو کلونو کې یې اثاثې په اربونو روپۍ زیاتې شوې دي.

شهباز شریف پر ځان لګېدلي دا تورونه رد کړي او دا د عمران خان د حکومت او د احتساب د ادارې له خوا د ځان په ضد ګډه انتقامي کاروایي ګڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG