د صحت نړيوالې ادارې ویلي په نړۍ کې په يوه ورځ کې په ريکارډ کچه د درې نيم لکه نه زيات کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.
د جمعې په ورځ په جنېوا کې د صحت د نړیوالې ادارې ډاکټر مېشل ريان په خبري غونډه کې منلې چې په نړۍ کې د کرونا وبا خوريږي او د دې بل ځواب نشته او هغه په حکومتونو ټینګار کړی چې خلک د دې وبا څخه وساتي.
د راپورونو ترمخه د کرونا ښکار د درې نيم لکو نه په زياتو پېښو کې د يو لک پورې يواځې په یورپ کې رپورټ شوي دي.
د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې 36.7 ملينه کسانو ته د کرونا وايرس ورپورې شوي او د يو ملين نه زيات يې مړه کړي دي.
په يورپي هېوادونو سپېن، اټلي، فرانس او جرمني کې د کرونا د نوؤ پېښو سره د بيا لاک ډاؤن او نوؤ احتياطي ګامونو ويل شوي دي.
د امریکايي پوهنتون ترمخه په امریکا کې د اووه نیم ملينو نه زيات کسان د کرونا وايرس ښکار شوي او دوه لکه 13 زرو نه زيات يې مړه کړي دي.
په هند کې نزدې اووه ملينه، په برازيل کې د پينځه نيم ملينو نه زيات او په يو روس کې د 12 لکو نه زيات کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.
دې وایرس په برازيل کې نزدې يو نيم لک، په هند کې د يو لک اووه زرو نه سېوا کسان مړه کړي دي.