لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دغدارۍ مقدمه کې دنوازشریف پرته نور سیاستمداران بېګناه وګرځول شول


دپولیسو دپلټنو یوې ډلې دپاکستان دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف اؤ دهغه دګوند مسلم لیګ(نواز) دیو شمیر مشرانو په ضد دغدارۍ درج کړل شوې مقدمې څخه دنواز شریف پرته دنورو کسانو د نومونو ویستلو سپارښتنه کړې اؤ ایف ایي ار څخه څلور دفعې هم ختمې کړل شوي دي.

په دې وروستیو کې دپخواني وزیراعظم نواز شریف لخوا په پوځ دسختو نیوکو وروسته دتیرې دوشنبې یا ګل په ورځ دلاهور په شاهدره تاڼه کې د واکمن ګوند پي ټي‌ ایي دیو سیمه ییز فعال بدر رشید په خواست دنوازشریف، دهغه دلور مریم نواز،اؤ دپاکستان د واک لاندې دکشمیر د وزیراعظم په ګډون د مسلم لیګ نواز ګوند د۴۰ نورو مشرانو په ضد دغدارۍ مقدمه درج کړل شوې وه.

په دغې مقدمې درج کیدو دمخالفو ګوندونو،میډيا اؤ دبشري حقونو دسازمانونو لخوا په حکومت دسختو نیوکو نه وروسته حکومت دمقدمې درج کیدو سره لاتعلقي ښودلې وه اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې مقدمه دحکومت یا پولیسو له لوري نه بلکې د یو عام وګړي په عریضه درج کړل شوې ده.

درې ورځې دمخه دپنجاب دپولیسو مشر انعام غني دایف ایي ار دپلټنو دپاره دپولیسو یوه ځانګړې ډله ټاکلې وه اؤ دپاکستاني رسنیو له مخې دغې پلټنونکې ډلې دایف ایي ار ددفعو د ارزونې ترڅنګ دهغه سړي بیان هم اخستی دچا په غوښتنه چې دا مقدمه درج کړل شوې وه.

په دغه ایف ایي ار کې تور لګول شوی ؤ چې نواز شریف د هند په لمسه دپاکستان پوځ،عدلیه اؤ ریاستي ادارې بدنامول اؤ هیواد په نړۍ کې یوازې کول غواړي.

ایف ایي ار کې ویل شوي چې نوازشریف د پوځ اؤ ادارو په ضد څرګندونې کړي اؤ دمسلم لیګ ۴۱ نورو مشرانو ددې څرګندونو تائید کړی ځکه نو دوئ ټول هیواد سره دغدارۍ مرتکب شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي دپنجاب دپولیسو دمشر له خولې ویلي چې پولیسو ددې مقدمې له هر اړخه ارزؤنه کړې اؤ دنوازشریف نه پرته یې دمقدمې څخه دنورو ټولو سیاستمدارانو دنومونو ویستلو پرېکړه کړې ده.

همدا شان دپولیسو وینا ده چې ایف ایي ار څخه ۱۲۱ای ، ۱۲۳ ای ،۱۲۴ ای اؤ ۱۵۳ ای دفعې هم ختمې کړل شوي دي.

په دې وروستیو کې لندن ته دعلاج دپاره تللي پخواني وزیراعظم نوازشریف پخپلو بیلا بیلو ویناکانو کې دهیواد پوځ اؤ استخباراتي ادارې سیاست کې په لاس وهنه تورنې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ هغه چې کله وزیراعظم ؤ نو د ایي ایس ایي مشر ورنه د استعفا غوښتنه کړې وه چې هغه نه وه منلې.

هغه دا هم ویلي وؤ چې ډیر یې د زغم لمن ونیوله خو هیواد کې نور دغلامۍ ژوند کولو ته غاړه نه ږدي.

دپاکستان پوځی ویاند د نوازشریف لخوا سیاست کې دلاس وهنې تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې پوځ په سیاست کې هیڅ کار نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG