لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د اېف ای ټي اېف د سپارښتنو په لړ کې نور هم د څار لاندې وي، راپور


د غېرقانونه پېسو د لېږلو را لېږلو او ترهګرۍ د مالي مرستو د څار د ادارې فنانشل اېکشن ټاسک فورس (اېف ای ټي اېف) د اسيا څانګې (ای پي جي) ويلي د اېف ای ټي اېف په سپارښتنو د لږ پرمختګ سره به پاکستان نور د څار لاندې ساتل کيږي.

د پاکستان نوم دا وخت د غېرقانونه پېسو د څار د ادارې اېف ای ټي اېف په خړ نوملړ کې شامل دی .

ټاکل شوې روانه میاشت د اېف ای ټي اېف غونډه کيږي چې پکې به د خړ لسټ څخه د پاکستان د نوم ویستلو یا نه ویستلو په اړوند مهمه پرېکړه کولی شي.

د ډان د راپور ترمخه د اېف ای ټي اېف سيمه ييزه څانګې ای پي جي ويلي پاکستان د ادارې په 40 سپارښتنو کې په دوؤ پوره عمل کړی دی.

د راپور ترمخه پاکستان د ادارې په سپارښتنو عملي کولو کې يو څه پرمختګ کړی دی چې پکې د څلورو سپارښتنو په برخه کې هېڅ بدلون نه دی شوی، په 25 کې په جزوي توګه او په نهه نکتو کې ډېر پرمختګ شوی دی.

د راپور ترمخه د سپارښتنو په نکتو کې زياتې د قانون سازۍ سره اړونده دي چې پرمختګ پکې شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دوه ورځې وړاندې هیله ښودلې چې د اېف ای ټي اېف په راتلونکې غونډه کې به د پاکستان نوم د اېف ای ټي اېف د نوملړ څخه وویستل شي.

څيړونکي وایي که په راتلونکې غونډه کې اسلام اباد د اېف ای ټي اېف د ترهګرۍ د مالي سرچینو او پېسو د غېر قانونه لېږلو رالېږلوپه اړوند د خپلو ګامونو څخه مطمئین نه کړو نو په راتلونکي پړاؤ کې یې نوم د خړ په ځائ تور نوملړ ته اوښتی شي چې ورسره به پاکستان د لا نورو سختو معاشي چیلنجونو سره مخ شي.

د راپورونو ترمخه د ادارې راتلونکې غونډه د روانې مياشتې (اکتوبر د 21 نه تر 23) پورې کېدونکې ده، چې پکې به د پاکستان د هغه ګامونو ارزؤنه کیږي چې د تندروه او ترهګرو ډلو د مالي سرچینو وچولو په اړوند یې د دغه ادارې په وینا اخستي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG