لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد پي ‌‌‌‌‌‌ډي ايم د 16م اکتوبر جلسه او د حکومت غبرګون


واشنګټن ــــ د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډيموکرېټیک موومېنټ د وزير اعظم عمران خان د حکومت غورځولو تحريک په 16م اکتوبر د پنجاب د ګوجرانواله ښار نه پيل کوي چې د خبرونو له مخې د جلسې د ناکامه کولو د پاره حکومت هم ګامونه اخلي.

د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند مشرانو دعوه کړې چې پنجاب حکومت د يادو ګوندونو د يو شمېر غړو په کورونو تېره شپه چاپې وهلې او د جلسې نه وړاندې نيول شوي دي، خو حکومت په دې اړه تر اوسه کوم سپيناوی نه دی کړی.

پېژندلي صحافي حامد مير په ټوېټر يوه وېډیو خوره کړې چې د پخواني وزير اعظم نواز شريف د جاتي امرا د کور خوا و شا حکومت کنټېنرې په سړک ځای په ځای کړي او امکان څرګنديږي چې د مريم نواز د جلوس مخه ونيول شي.

د بلې خوا د حکومتي ګامونو په غبرګون کې مريم نواز ويلي که هر څه وي جلسه به کيږي چې د عمران خان د حکومت مخالفينو په ټولنيزو رسنيو ټرینډ هم چلولی.

په ټویټر داسې ویډیوګانې هم خورې شوي چې د ګوجرانواله د ښاروالۍ کارمندان په ښار کې د جلسې د اشتهار او خلکو ته د هرکلي دپاره لګېدلې پوسټرې او بېنرونه څیري او راښکته کوي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جوړ شوی تحريک د عمران خان د حکومت نه استعفا غواړي او ازاد او له درغلیو پاک نوي انتخابونه غواړي چې عمران خان يې نه مني.

د سنېټرانو د يوې ‌‌‌‌‌‌ډلې سره په خبرو کې عمران خان ويلي "که هر څه ورپېښېږي هغه به د مخالفو ګوندونو سره ساز باز ته غاړه نه ږدي".

بل خوا مولانا فغل الرحمان مېډیا ته ويلي د پوځ په زور راغلی حکومت به تر ډسمبر پورې ونه رسي "دا حکومت به د احتجاجي تحريک په نتيجه کې رانسکور شي او دا چې سونامي يې په سمندر کې ‌‌‌‌‌‌ډوبوو".

تېره اوونۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په کاکول کې د يو پوځي پرېډ په موقع په خپله وينا کې د عمران خان له حکومت سره د پوځ مرسته تکرار کړې وه او ويلي يې وو پوځ به خپل اييني رول په مخه بيايي.

د مخالفو ګوندونو د احتجاج نه پرته هم د حکومت خلاف احتجاجونه روان دي او د ژوند د ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو خلک د ګرانۍ، بېروزګارۍ او د خوراکي توکو او نور د ضرورت د سامان د ذخيره کولو خلاف په سړکونو دي.

د صحت د شعبې سره تعلق لرونکي په سلګونو ښځې د اسلام اباد په ‌‌‌‌‌‌‌ډي چوک کې په احتجاجي پرلت ناستې دي او وايي ترهغه بيرته نه ځي څو يې غوښتنې و نه منل شي.

د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بټو زرداري هم عوامي غونډو ته وينا کوي او د حکومت د ړنګولو دپاره ولسي پاڅون غواړي.

عجيبه اتفاق دا هم دی چې د ذوالفقار علي بټو خلاف پاکستان قومي اتحاد د مولانا فضل الرحمان د پلار مفتي محمود په مشرۍ چلېدلی وو چې د جنرل ضيا الحق د مارشلا سوب ګرځېدلی وو.

د موجوده پي ‌‌‌‌‌‌ډي ايم مشري هم مولانا فضل الرحمان کوي خو دې ځل يې هدف پيپلز ګوند نه بلکې تحريک انصاف دی البته د دواړو تحريکونو غوښتنه يوه ده. پي ‌‌‌‌‌‌ډي ايم هم ازاد انتخابونه غواړي او وايي عمران خان د پوځ په زور او درغلیو حکومت جوړ کړی، دغه تور په 1977م کال کې په ذوالفقار علي بټو هم وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG