لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان او باجوړ کې په یوه ورځ اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي


واشنګټن ــــ د پښتونخوا په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا چاودنو کې د یوه کېپټن په ګډون لږ تر لږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي چې ذمه واري یې تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د پاکستان امنیتي ادارو پېښه تایید کړې او وایي چې دواړه چاودنې د جنوبي وزیرستان په شکتوی تحصیل کې شوې دي.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته وویل چې په دغو چاودنو کې کېپټن عمر، نایب صوبیدار ریاض، نایب صوبیدار شکیل او درې نور پوځیان یونس، ندیم او عصمت وژل شوي دي.

د پېښې په اړه نور معلومات تر اوسه نه دي خپاره شوي او نه هم د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي آر تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

د دغو چاودنو ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو په دې وروستیو کې چې په قبایلي سیمو کې پر امنیتي ادارو کوم بریدونه شوي ذمه واري یې تحریکِ طالبان پاکستان منلې ده.

دا په یوه ورځ کې پر پاکستاني پوځ دویم برید دی. د پاکستان پوځ د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي وو، د افغانستان له لوري "ترهګرو" په باجوړ کې پر یوه پوځي پوسته ډزې کړې چې د پوځ يو حوالدار تنویر یې وژلی او يو بل پوځي یې ژوبل کړی دی.

د تېرې ستمبر میاشتې په وروستیو کې هم د جنوبي وزیرستان په همدې شکتوی سیمه کې د پاکستاني پوځ او وسلوالو تر منځ په نښته کې د پوځ یو کېپټن عبدالله ظفر وژل شوی وو.

رایټرز خبري ایجنسۍ تېره میاشت د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي وو چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په قبایلي ضلعو کې 40 پاکستاني پوځیان د وسلوالو په بریدونو کې وژل شوي او په اسلام اباد کې د فاټا د څېړنیز مرکز د معلوماتو په اساس یې ویلي، چې د سږ کال د جنورۍ او جولای میاشتو تر منځ په قبایلي ضلعو کې 109 عام کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG