لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ امر وکړ په پوځي عدالت کې دې د ادریس خټک د مقدمې اورېدنه نه کېږي


واشنګټن ــــ د پېښور هایکورټ د بشري حقونو د مبارز ادریس خټک د وکیل د درخواست په اورېدنه کې امر کړی چې د هغه د مقدمې اورېدنه دې په پوځي عدالت کې ودرول شي او په دې اړه یې مرکزي او صوبایي حکومتونو ته خبرتیاوې لېږلې دي.

د ادریس خټک وکیل لطیف اپریدي پېښور هایکورټ ته په پوځي عدالت کې د خپل مؤکل د مقدمې په ضد درخواست ورکړی وو، چې د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې د چیف جسټس وقار احمد سېټ او جسټس ناصر محفوظ دوه کسیز بېنچ اورېدنه کړې خو حکومت لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

ادریس خټک وکيل د 2019م کال د نومبر په 13مه نېټه د صوابۍ په انټر چينج له خپل ډريور سره نامعلومه کسانو تښتولی وو چې ډرېور یې وروسته خوشی کړ، خو د ده درک اووه میاشتې وروسته ولګېد چې پوځي استخباراتي ادارې (ایم ای) یې د نیولو او له ځان سره ساتلو اعتراف وکړ.

د ادریس خټک بل وکیل طارق افغان وایي څو اوونۍ مخکې د کورنیو چارو د مرکزي وزارت یوه استازي په پېښور هایکورټ کې یوه بنده لفافه جمع کړې وه او په هغه کې د دې خبرې تصدیق شوی وو چې د ادریس خټک په ضد د پنجاب د جهلم په یو پوځي عدالت کې مقدمه چلېږي.

طارق افغان وایي دوی بیا د مرکزي حکومت د دې ګام په ضد عدالت ته درخواست ورکړ او په هغه کې یې عدالت ته وویل چې د هېواد د هیڅ یو سېول یا ملکي وګړي په ضد په پوځي عدالت کې مقدمه نه شي چلول کېدای.

عدالت نن د ادریس خټک د وکیلانو درخواست منظور کړی او د مرکزي حکومت په وسیله یې په پوځي عدالت کې د هغه د مقدمې د اورېدنې د درېدو امر کړی دی. عدالت پر دې درخواست د بلې اورېدنې لپاره د اکتوبر 21مه ټاکلې ده.

د ادریس خټک په ضد په پوځي عدالت کې د پټو سرکاري معلوماتو د رسوا کولو په تور د سیکرټ سروس ایکټ له مخې مقدمه درج شوې ده، خو د هغه وکیلان دا تورونه بې بنیاده ګڼي او وایي د هغه په ضد مقدمه دې سمدستي ختم کړل شي او هغه دې خوشی کړل شي.

د ادریس خټک د بې درکۍ او نیول کېدو په ضد نه یواځې په پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونو احتجاجونه کړي بلکې د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم ورباندې اندېښنې څرګندې کړې او د پاکستان له حکومته یې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه په وار وار کړې ده.

ادرس خټک په روس کې د انتروپالوجي یا بشرپوهنې په اړه پي ایچ ډي کړې ده او د څېړونکي په توګه یې د بخښنې له نړیوال سازمان اېمنیسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو د څار له نړیوالې ادارې سره کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG