لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اروپا په ګڼو ښارونو کې د کورونا له امله بیا لاک ډاون لګېدلی


واشنګټن – د اروپا په لسګونو ښارونو کې د کورونا د پېښو د زیاتوالي له امله یو ځل بیا لاک ډاون لګېدلی.

په روغتونونو کې د بیړنیو پېښو خونې په اغېزمنو سیمو کې په چټکۍ سره ډکېږي او ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د ژمي په رارسېدو سره به پر روغتیايي سیستمونو بار زیات شي.

په اروپا کې دا مهال هره ورځ د کورونا د زیاتو نویو پېښو راپور ورکول کېږي چې په کورونا تر ټولو د سختو ځپل شویو هېوادونو امریکا، برازیل او هندوستان څخه هم زیاتې دي.‌

په فرانسه کې د پلازمېن پاریس په ګډون په اتو نورو ښارونو کې د شپې لخوا په ګرځېدو باندې بندیز لګول شوی.

ټول رسټورانټونه،‌ بارونه او دوکانونه به تړل شوي وي او خلکو ته ویل شوي چې د شپې له نهو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې دې په کورونو کې پاتې شي.‌

دغه نوي محدودیتونه به سر د اکټوبر له ۱۷ نېټې څخه پلېږي.‌

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې تلوېزیوني وینا کې خبرداری ورکړ چې سخت وخت راروان دی او باید په نومبر او ډیسمبر کې د ژغورلو، ازمویلو او بیداره کولو سټراتیژي پلې کړو ځکه ټول ساینس پوهان په دې باور لري چې له دغه وایرس باید لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال تر اوړي پورې مبارزه وکړو.

د کورونا پېښې په ګڼو اروپايي هېوادونو کې په چټکۍ سره په زیاتېدو دي.

د اسپانیې په پلازمېنه او اتو نورو ښارونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او له سیمې څخه په وتلو بندې کلک بندیز لګول شوی.

په برسیلونا کې سیمیز حکومت ټولو بارونو او رسټورانټونو ته د ۱۵ ورځو لپاره د تړل کېدو امر کړی او دې ته ورته محدودیتونه په هالنډ کې هم لګېدلي دي.

سوداګر او کاروباریان د نویو بندیزونو او محدودیتونو د زیانونو په اړه اندېښنه لري.

چک په اروپا کې په کورونا باندې یو له تر ټولو سختو ځپل شویو هېوادونو څخه دی چې په روانه اونۍ کې پکې په روغتونو کې د کورونا د ناروغانو شمېر شپږ چنده د کورونا د لومړنۍ څپې له لوړې شمېر څخه زیات شوی دی.‌

په برتانیه کې هم سخت بندیزونه لګول شوي دي چې تر ټولو سخت یې په لېورپول کې دي.‌ ډاکټرانو ویلي،‌ د روغتونو د جدي مراقبت په خونو کې ۹۵ فیصده بستره ډک شوي دي.‌

په داسې حال کې چې په ټولې اروپا کې روغتونونه د کورونا په ناروغانو ډک شوي او د مړینو شمېر پکې زیات شوی ساینس پوهان وايي،‌ د اروپا لویه وچه به یو سخت ژمی ولري‌.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG