لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: دته خېل کې د 28 کسانو د خلاصون لپاره پرلت څلورمې ورځې ته واوښت


ډېره اسماعیل خان + واشنګټن ــــ د پښتونخوا د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان د مرکز میرانشا په محمد خېل سیمه کې نن په څلورمه ورځ هم د ځایي خلکو احتجاجي پرلت دوام لري، اوس د ښځو په ځای سړي په احتجاج ناست دي او غواړي د سیمې 28 کسان دې یې خوشي شي چې د دوی په وینا امنیتي ادارو نیولي دي.

یو احتجاج کوونکی جمال داوړ وایي دوی غواړي "نیول شوي کسان دې خوشي شي، د عملیاتو په مهال چې له کورونو کوم سامانونه وړل شوي هغه دې بیرته ورکړل شي، په بند کې د وژل شویو کسانو د وژنې مقدمې دې د امنیتي ځواکونو په ضد درج شي او په سیمه کې دې د بدامنۍ تر پېښو وروسته دې د ځایي خلکو د ځورونو لړۍ بنده شي".

دا پرلت څلور ورځې وړاندې د سیمې ښځو وروسته له هغې پیل کړی وه چې د دوی په وینا د لټون عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د دوی د کورنیو غړي نیولي وو. دوی وایي د کورنیو کسان یې یوه میاشت مخکې نیول شوي چې پکې د دوی خاوندان، پلرونه او وروڼه شامل دي خو وایي نه یې عدالت ته وړاندې کوي او نه یې خوشي کوي.

په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ تور پورې کوي او وایي‌ په دغو نیول شویو شاوخوا دېرش کسانو کې د اسرار په نوم یو تن د امنیتي ادارو د تشدد له کبله د قید په مهال وژل شوی وو:

"د دومره غټ ځواک په موجودګۍ کې چې چاودنه یا بله څه بدامني کېږي نو د دې ذمه وار خو عام خلک نه دي چې دوی یې ځوروي. په دغو کسانو کې یو تن له دوی سره په قید کې مړ شو، زه یې دعا ته ورغلی وم مور یې ویل دا یې یتیم لوی کړی وو".

ځایي انتظامیه وایي له پرلتوالو سره یې خبرې روانې دي، ډپټي کمیشنر او د پولیسو مشر په خپله د محمد خېل پرلت ته ورغلي خو احتجاج کوونکي وایي انتظامیه مني چې دا کسان بې ګناه دي خو د دوی د ضمانت کولو غوښتنه کوي. جمال داوړ وایي:

"دوی وایي کوم کسان چې له موږ سره په قید کې دي او کلېر [بېګناه] دي مشران دې راشي هغوی دې په ضمانت بوځي، نو چې کلېر دي بیا یې مشران د څه شي ضمانت وکړي؟ دوی دا جواب له ځان سره وړی دی خو بیرته لا راغلي‌ نه دي".

د شمالي وزيرستان انتظاميې ويلي وو چې دغو احتجاج کوونکو د 28 کسانو نومونه ورکړي چې د امنيتي ادارو په ولکه دي، چې کوم ګناهګار وي هغه به عدالت ته وړاندې کوي او چې څوک بې ګناه وي هغه به خوشي کړي.

د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو ادارې ای ایس پي آر یوه میاشت مخکې په خپل یو بیان کې ویلي وو، چې د شمالي‌ وزیرستان په محمدخېل سیمه کې د پوځ له امنیتي چوکۍ سره نیژدې چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې یې یو پوځي وژل شوی وو.

ای ایس پي آر ویلي وو تر چاودنې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات کړي وو، خو د احتجاج کوونکو د دې تور په اړه یې څه نه دي ویلي چې ګواکې د سیمې د خلکو سامانونه دې یې وړي وي یا دې یې د قید په مهال څوک وژلی وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG