لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا حکومت د ورېښمو په لار په ډبرو باندې د لاس 1800 کاله پخوانۍ نخښې خوندي‌ کوي


پېښور ــــ د قدیمو آثارو ماهر ډاکټر عبدلصمد وایي د چین د رېښمو د تجارت لار یا سلک روټ باندې په ګټو (کاڼو) اتلس سوه کاله زړې نخښې او لیکونه دا ثبوت دی چې د دې سیمې چین او مرکزی اېشیا سره تجارتي لار ډېره پخوانۍ ده او د چین پاکستان اقتصادي لار سیپېک څه نوې لاره یا تصور نه دی او د دې سیمې دا تجارتي لاره سوونو کاله پخوانۍ ده چې تاجرانو او مذهبي ډلو به د ګندهاره مقدسې سیمې ته د راتلو لپاره استعمالوله.

د خیبر پښتونخوا د قدیمو آثارو او میوزیم مشر ډاکټر عبدالصمد وایي دوی په دغه د ورېښمو په زړه لار- چې ورته نن سبا قراقرم های وې وویل کيږي- څه دوه سوه نه سېوا کاڼو باندې اتلس سوه کاله زړې نخښې او لیکونه د بر کوهستان شتیال سیمه کې د خوندي کولو کار پیل کړی چې د داسو ډېم جوړېدو له امله په اوبو کې د ډوبېدو او ورکېده له خطر سره مخ وو.

د خېبر پښتونخوا د لرغونو اثارو محکمې او د پاکستان د اوبو او برېښنا ادارې يا واپډا په ګلګت بلتستان او د خېبرپښتونخوا صوبې په کوهستان سیمه کې په ډبرو جوړ شوي زرګونو کاله زاړه اثار د نوي جوړېدونکي ديامير بهاشا ډېم کې له ډوبېدو بچ کړي دي.

په ډبرو اتلس سوه کاله پخوانۍ نخښې.
په ډبرو اتلس سوه کاله پخوانۍ نخښې.

یاده دې وي چې ديامير بهاشا ډېم او داسو ډېم په پاکستان کې د برېښنا يا بجلۍ د کمي پوره کولو دپاره د پاکستان په شمالي برخو کې په اباسين باندې جوړېږي. ديامير بهاشا ډېم د کوهستان او د ګلګت بلتستان ديامير ضلعې تر منځ په اباسين باندې جوړيږي چې په 1998م کال کې پرې کار پیل شوی او د هغه وخت د پاکستان وزيراعظم محمد نواز شريف يې پرانیسته کړې وه او داسو ډېم د کوهستان ضلعې په داسو سيمه کې جوړېږي چې کار ورباندې په 2017م کال کې پیل شوی دی.

په ډبرو د نقشو دا لرغوني اثار د بر کوهستان په شتيال سيمه کې مخې ته راغلې دي او د خېبر پښتونخوا د لرغونو اثارو محکمې او واپډا په ګډو هڅو یې دا ډبرې د ډېم په اوبو کې له ډوبېدو ژغورلي دي او اوس پرې د داسو هایډرو پاور په مالي مرسته د پراختیا نور کارونه پیل شوي دي، چې پکې دې لرغونو اثارو ته د جالونو لګول، میوزیم جوړول او د سیلانيانو دپاره معلوماتي مرکز جوړول شامل دي.

د ماهر ډاکټر صمد په وینا په ډبرو یا غټ کاڼو جوړ شوي دا لرغوني اثار د ورېښمو لارې په غاړه پراته دي، وایي د چين او مرکزي اېشيا تر منځ د ګندهارا مقدس او مذهبي مرکز ته تلو راتلو د پاره دا يواځينۍ لاره وه، چې په تېر وختونو کې په دې سيمه بريد کوونکو د چين او دې سيمې تر منځ کاروبار کوونکو او دې سیمې ته د خپلو مذهبي رسمونو او عباداتو د پاره راتلونکو خلکو د خپل تګ راتګ د پاره کاروله.

ډاکټر عبدالصمد په نیزدې وخت کې د دې سيمې دوره کړې ده او وي او اې ډيوې سره يې د دغه ځای انځورونه شریک کړي دي، هغه وايي د دې ټولو خبرو نه مونږ دا مطلب اخیستی شو چې د چين پاکستان اقتصادي لارې يا سيپېک دا تصور 2000 کاله زوړ دی او مونږ د ډېر پخوا نه د چين سره قوي کلتوري، اقتصادي او مذهبي اړيکې لرو.

ډاکټر عبدالصمد اندېښنه لري چې که څه هم څه د پاسه 200 په ډبرو جوړ شوي اثار د ډېم جوړېدو له کبله په اوبو کې له ډوبېدو وژغورل شي خو بيا هم د داسو ډېم په جوړېدو دا وېره شته چې په ګلګت بلتستان کې په سلګونو نور داسې لرغوني اثار ډوب شي.

"صرف په چلاس (ګلګت بلتستان) کې 30,000 داسې آثار دي چې د بهاشا ډېم له جوړېدو سره به په اوبو کې ډوب شي، خو مونږ د کوهستان د شتیال سیمې د دغو آثارو په خوندي کولو کامیاب شو".

ښاغلی عبدالصمد زیاتوي، په دې سيمه کې په ډبرو جوړې دا نقشې او اثار د دې ثبوت دی چې دا سیمه له چین سره پخوانۍ او تاریخي سوداګریزې اړیکې لري ځکه دلته نقش شوي اثار ښيي چې څنګه په بېلابېلو وختونو کې سوداګرو، زیارت او مذهبي رسمونو د پاره راتلونکو او یرغلګرو په دې ډبرو خپل نومونه نقش کړي دي او د هغه څه په اړه يې خبرې ليکلې دي چې دوی دلته د پلورلو يا سوداګرۍ د پاره راوړي وو، په ډېرو ځايونو کې په دې ډبرو د دوی د مذهبي عقيدو په اړه هم خبرې نقش دي.

XS
SM
MD
LG